تازه مطالب
کور / علمي ليکني / آیا د طالبانو او روسیې اړيکې شرعي مجوز لري؟؟؟
%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%a7%d9%86

آیا د طالبانو او روسیې اړيکې شرعي مجوز لري؟؟؟

لیکوال فضل الله مخبت

زه په دې هکله د نور څه ویلو څخه ډډه کوم ځکه چې اسلامي امارت خپل رسمي ویندویان لري او هغوی به د خپلو اړیکو پخلی، دفاع او وضاحت پخپله کوي.

البته د دې لپاره چې د هغو شکمنو، ناخبر او یا هم عنادي خلکو د لږ څه پوهاوي په خاطر غواړم د دې موضوع شرعي اړخ وڅېړم، کوم چې هره ورځ یې په شعوري او غیر شعوري توګه د اسلامي امارت د بدنامۍ لپاره خولې خلاصې کړې وي او د عامو خلکو د اذهانو د پيکه کولو هڅې کوي

آیا د کافر څخه په جنګ کې مرسته غوښتل جواز لري ؟؟

دا دوه حالته لري.

۱:- د کافر څخه د مسلمان خلاف جګړه کې مرسته اخیستل یعني کله چې د دوه مسلمانانو، دوه اسلامي ډلو او یا هم دوه اسلامي هیوادونو تر مینځ خدای مه کړه جګړه وي نو هر یو یې چې د بل خلاف د کافر څخه مرسته وغواړي دا په اتفاق د أمت حرام دي او مرتکب یې د ایمان څخه خلاصیږي. د دې ښه مثال د افغانستان په شمول اکثر اسلامي ملکونه دي ـ

” په عقائدو کې د امام اعظم رحمه الله دلیلونه صفحه ۳۰.

۲:- د کافر په مقابل کې د بل کافر څخه مرسته غوښتل،  یعني کله چې یو اسلامي ټولګی یا هیواد یو کافر دولت یا ډلې سره په جګړه کې وي نو د بل  کافر یا غیر اسلامي هیواد، ډلې یا کس څخه مرسته اخیستل د جمهورو علماوو( أحناف، شوافع او حنابله)  په نزد په دوه شرطونو جواز لري.

۱: ضرورت به ورته لري یعني پرته د ضرورت څخه د کافر نه استعانت یا مرسته غوښتل جواز نه لري.

۲: هغوی به د اعتماد او باور وړ وي،  مطلب دا چې د مرسته اخیستونکي غیر اسلامي دولت څخه به دوی مطمئن وي چې غدر او دوکه به نه ورسره کوي.

د جمهورو دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول او عمل دی.

۱:  رسول الله صلی الله علیه وسلم د قینقاع له #یهودانو څخه مرسته واخیستله او هغوی ته یې په غنیمت کې هم برخه ورکړله.

۲ : رسول الله صلی الله علیه وسلم د هوازن قبیلې سره په جنګ کې د أمیه بن صفوان څخه مرسته اخیستې وه.

۳ دوی د بي بي عائشې رضی الله عنه روایت چې فرمایي:  دبدر د غزا په ورځ یو کس زړور او جرئت والا وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلو تر څو اجازه ترې واخلي چې د دوی تر څنګ د مشرکانو خلاف وجنګېږي مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :بېرته ولاړ شه زه هېڅکله له مشرک څخه مرسته نه غواړم؛  جمهور د دې حدیث ځواب داسې کوي ۱: دا حدیث منسوخ شوی دی ۲: بعضې یې په هغه وخت حمل کوي چې اړتیا ورته نه وي او یا هم ورباندې پوره باور نه وي ۳: یا یې له دې کبله اجازه ورنه کړله تر څو په دې طریقه یې ایمان راوړلو ته وهڅوي.

“تفسیر آیات الأحکام لمحمد الی الصابوني رحمه الله ” جلد اول ۲۲ محاظره.

همدا رنګه د فقهي قواعدو په لړ کې قاعده داسې ده چې “یُخْتَارُ أهوَنُ الشَرَینِِ ” د دې قاعدې لاندې راځي چې کله یو اسلامي دولت خلاف دوه باغي ډلې وي نو اسلامي دولت کولای شي چې هغه باغي ډله چې اسلامي دولت ته یې د بلې په نسبت ضرر کم وي ، د بلې  خلاف لاس یو کړي او ورباندې ویې ځپي.  نو دا خو په طریقه اولی روا او جائزه ده چې د یو کافر (امریکا +صلیبي اتحاد+تش په نوم اسلامي غلام ملکونه +د افغانستان منحرفې ډلې ټپلې)  پر خلاف چې ضرر یې په افغانستان کې نسبت روسیې ته بیخي زیات  دی،  بل کافر (روسیه ،ایران او پاکستان ) استعمال شي  او بیا په دغه حالت کې چې یو خوا د جنګ یعني صلیبي امریکا او متحدین یې ډېر قوي او په معاصر وخت کې په تر ټولو پرمختللې تکنالوژۍ سمبال دي او بل خوا طالبان چې په مادي لحاظ د خپل دښمن په نسبت بیخي په نهایت ټیټه درجه کې دي نو ولې به  شرعا دا جواز ونه لري چې د دومره ستر کافر په مقابل کې د چاڅخه مرسته اخستل جواز ونه لري.

بالخصوص هغه خلک چې پرون یې د روس خلاف جګړه کې د همدې موجود امریکایانو او متحدو ملګرو څخه یې مرسته څه چې حتی د هغوی اتباع په لیکو کې موجود وو نو نن ولې دوی د طالبانو خلاف خپلې خولې خلاصې کړې په داسې حال کې چې د روسیې سره د طالبانو اړیکي هېڅکله هم د پخوانیو جهادي ډلو او صلیبي متحدینو د اړیکو حد ته نشي رسیدلای ، نه روسي او ایراني یاچینایي افراد د دوی په لیکو کې شته او نه یې هم روسیې ته سرټیټی کړی دی لکه هغوی به چې امریکا، انګلیس، فرانسې او.نورو غربي مستکبرینو ته کول.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*