تازه مطالب
کور / مطبوعات / عربي مطبوعات / آیا د ماښام لمونځ مو د ورځې په 01:50 بجو کړی دی؟
fennoscandia

آیا د ماښام لمونځ مو د ورځې په 01:50 بجو کړی دی؟

ترجمه : عرفان
د اسکنډنافیا مسلمانان د اروپا په وچه کې ۴ لمونځونه په یوه اودس کوي. د دوی دیني فرایض د کال په اوږدو کې په مختلفو طریقو سره وي؛ دوی د اسلامي نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله، په اوړي کې تر ټولو اوږده روژه نیسي چې د ورځې موده یې نږدی ۲۲ ساعتونو ته رسیږي او په ژمي کې دوی په څو ساعتونو کې ۴ لمونځونه کوي کله نا کله دوه ساعتونو ته را کوزیږي.

آناضول خبري اژانس ته په پلازمینې استوکهولم کې د جامع مسجد امام ښاغلي جهاد قولای ویلی دی چې: د اسکنډنافیا د شمالي شبه جزیره په ښارونو کې مسلمانان لکه دسویډن کیرونا او د ناروي تورمسو ښارونو ، کې دوی د ماسپښین، مازدیګر او ماښام لمونځونه یواځی په دوه ساعتونو کی ادا کوي.
ښاغلي قولای وویل: د هغو لمونځونو وختونه چی د دیني شؤونو ریاست عیار کړي دي، په کیرونا او په تورومسو ښارونو  کې د پلازمینی ایس لنډ سره یو ځای د ماسپښین لمونځ په ۱۱،۴۶ بجو، او له دی نه شل دقیقی وروسته د مازدیګر لمونځ په ۱۲،۰۶ بجو او د ماښام لمونځ په 01،50 بجو ادا کوي، نو څرګنده ده چې ۴ لمونځونه تقریبا په یوه اودس باندې ادا کوي. هغه زیاته کړه چې د ماسختن آذان په 03:52 بجو باندی کیږي، او د سویډن پلازمینی د وضعیت په اړه امام وویل چی دا له هغې سره چې د شبه جزیري په شمالی ښارونو کې دي ډیر فرق سره لري مونږ دلته دری لمونځونه په درې ساعتونو کې کوو، او زیاتره لمونځ کوونکی چی مسجد ته راروان وي بیا تر هغې له مسجد نه نه ووځي چې د ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماسختن لمونځونه یی په پرلپسی توګه نه وي ادا کړي.

او په ژمي کې په سویډن کې بیا د مسلمانانو د ژوند باره کې قولای وویل چې: زیاتره مسلمانان دلته هڅه کوي چې د موسم د حالاتو نه استفاده وکړي او د ژمي په شپو کې چی خورا اوږدې دي ګټه واخلی او د ورځو موده پکې لنډه وي چې بې شمیره عبادتونه پکې ادا کړي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*