تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / اذاربایجان ۴۱ اضافي سرتيري افغانستان ته رالېږلي
afghanistan_1

اذاربایجان ۴۱ اضافي سرتيري افغانستان ته رالېږلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۳) الماس خدرخېل

د اذاربایجان هېواد د دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۱ نور سرتیري یې افعانستان ته لیږلي.

دا نوي رالېږل شوي ۴۱ سرتیري به د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې خپله دنده پر مخ وړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پوځيان به افغان ځواکونو ته د سلامشورو ورکولو تر څنګ د ناټو د نورو غړو سره په نظامي ماموريت کې هم ونډه لري.

تر دې مهاله په افغانستان کې اذاربايجان ۹۰ پوځيان لرل، چې د نويو پوځيانو په راتګ سره يې شميره ۱۳۱ ته لوړه شوه.

دغه هېواد په پوځي برخه کې له افغانستان سره د نورو مرستو ژمنه هم کړې ده.

د يادونې ده، چې ددغه هېواد پوځيان له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې فعالیت کوي.

تر دې مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي و، چې د نورو سرتېرو رالېږل په افغانستان کې د امريکا د ماتې مخنيوی نه شي کولای.

اوسمهال د دوو زرو ناټو ځواکونو سربېره لس زره امريکايي سرتيري په افغانستان کې ميشت دي.

تېر کال د جولایي په میاشت کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و، چې امريکايي او ناټو ځواکونو ته يې اجازه ورکړې، څو په پوځي عملياتو کې برخه واخلي او په وينا يې افغانستان کې به د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو شمېر له اعلان شوي اټکله زيات وي.

د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي، چې امریکا او ايتلافیانو یې په تېرو شپاړلسو کلونو کې کومه مهمه بریا ترلاسه نه کړه او د افغانستان روانه جګړه باید د خبرو له لارې ودرول شي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*