تازه مطالب
کور / ادبي برخه / استعاره
%d8%b2%d8%b2

استعاره

عرفان

استعاره په لغت کې د عاريت (امانت) طلب ته ويل کېږي. خو هغه امانت، چې د څه وخت لپاره ترې ګټه اخيستل کېږي. په عربي کې امانت هغه ته ويل کېږي، چې له چاسره د ساتنې لپاره کېښودل کېږي او استعمال يې نه شي کېداى. او عاريت هغه ته ويل کېږي، چې د استعمال او ګټې اخيستلو لپاره وي. لکه له چا څخه کتاب د مطالعې لپاره واخلې، يا جامې د اغوستلو لپاره واخلې او بيا يې په ټاکلي وخت بيرته ورکړې.

په اصطلاح کې استعاره هغه لفظ ته ويل کېږي، چې د مشابهت (ورته والي) له امله له اصلي وضع شوې معنی نه پرته په بله معنی استعمال شوى وي.

له مرسل مجاز سره د استعارې توپير داشو، چې په مرسل مجاز کې لامل له مشابهت نه پرته نور اړيکې وي. لکه مخکې چې تېر شول او په استعاره کې اړيکې مشابهت وي.

او له تشبېه سره يې توپير دادى، چې په استعارې کې يواځې مشبه به يادېږي او د مشبه يادونه پکې نه کېږي. همدارنګه د تشبېه برخيز او لامل هم نه يادېږي، او په تشبېه کې د دواړو يا ټولو يادونه کېږي، استعاره له تشبېه نه ډېره بليغه وي.

د بېلګې په توګه که څوک ووايي: ما په پوهنتون کې د زمري غوندې سړى وليد.

دا تشبيه شوه. (زمرى) مشبه به، (غوندې) د تشبېه برخيز، او (سړى) مشبه دى.

خو که ووايي: زمرى مې وليد، او مراد يې زړه ور وي، نو دا استعاره شوه. د زمري نوم يې د زړه ور سړي لپاره عاريةً راواخيست او پرې ياد يې کړ.

د استعارې بنسټـونه

استعاره درې بنسټونه لري:

١- مُستعارمِنْهُ: يعنې له چانه چې اخيستنه شوې (چې مشبه به دى)

٢- مستعار لَهُ: يعنې د چا لپاره چې اخيستنه شوې (چې مشبه دى)

٣- مستعار: يعنې هغه نقل شوى او اخيستل شوى لفظ.

(مستعار منه) او (مستعارله) د استعارې دواړه خواوې بلل کېږي.

د بېلګې په توګه:

نن مې په کلي کې د رياب وليد

د جنت لوري ته مې باب وليد

دلته دسخي انسان لپاره د(درياب) لفظ داستعارې په توګه راخيستل شوى دى ، د سخاوت کارته د جنت باب (دروازه) استعاره شوى دى ، مشبه به يادشوى دی او د تشبېه نور ارکان غورځېدلي دي؛ دا استعاره شوه.

په دې کې د استعارې بنسټونه دادي:

١) درياب: مستعار مِنه)

٢ سخي انسان: مستعار لَهُ (چې محذوف دى)

٣) درياب: مستعار)

١) د جنت باب: مستعار مِنْهُ)

٢)- سخاوت: مستعار لَهُ)

٣)- باب: مستعار)

د استعارې لومړى وېش

په لومړي وېش استعاره په درې ډوله ده:

١- تصريحي (څرګنده)

٢- کنايي (پټه)

خيالي (په اند کې)

١- تصريحي استعاره

که په خبرو کې يواځې (مشبه بِهِ) ياد کړاى شي , دې ته تصريحي (څرګنده) استعاره ويل کېږي او تحقيقي استعاره هم بلل کېږي. لکه:

ستورو نه پرخه په ګلاب ورېږي

که مرغلرې په بخمل دي تيتې

په دې شعر کې شاعر د استعارې په توګه د سترګو لپاره ستوري او د اوښکو لپاره پرخه او د اننګو لپاره ګلاب را اخيستى او بيا يې په بخمل باندې د تيتو او خپرو مرغلرو سره تشبېه ورکړې ده، چې د اوښکو لپاره يې مرغلرې او د اننګو لپاره يې بخمل استعاره کړي دي.

په دې ټولو کې مشبه غورځېدلى او يواځې مشبه به ياد شوى دى، دې ته تصريحي يا تحقيقي استعاره ويل کېږي.

٢-٣- کنايي او خيالي استعاره

که په خبرو کې (مشبه بِهِ) وغورځېږي او يواځې (مشبه) ياد شي؛ خو (مشبه به) ته داسې اشاره وشي، چې تشبېه ترې لازمېږي يعنې د (مشبه به) څه لوازم ياد کړاى شي. دې ته (کنايي استعاره) ويل کېږي او (مکنيه استعاره) هم بلل کېږي؛ د کنايي استعارې په ترڅ کې خيالي استعاره هم څرګندېږي .ځکه چې خيالي استعاره اصلاً د کنايي استعارې قرينه او نخښه وي. لکه:

سور زما وطن ؤ د غيرت له حرارته

داړې د غليم شولې اخته په څړ يکو څړ يکو

دلته د غليم تشبېه له يوه بد ځناور يا سپي سره ورکول شوې ده؛ خو مشبه به، چې بد ځناور دى، غورځېدلى دى؛ د مشبه به لوازم چې (داړې) دي يادې شوې دي نو دا کنايي يا مکنيه استعاره شوه، او د دې په ترڅ کې خيالي استعاره هم څرګنده شوه. او هغه داچې شاعر په خپل خيال کې له غليم نه يو سپى يا بد ځناور جوړ کړى دى او له وطن نه يو سور ګرم شى؛ سپى يابدځناور چې کله په ډېر ګرم شي داړې ښخې کړي، نو د ډېر برېښ نه يې په غاښونو کې ددردونو څړيکې شي اوپه کوړنج کوړنج هغه ګرم شى پرېږدي او وتښتي.

شاعر هم وايي، چې زما وطن زما د وګړو د غيرت له امله ډېر ګرم ؤ او کله چې غليم ورته وبلوسېده او يرغل يې پرې وکړ، له سختې دردوونکې ماتې سره مخ شواو وتښتېد.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*