تازه مطالب
کور / خبرونه / اسرايلي عسکرو يو فلسطينی شهید کړی- درې نور يې نيولي
اسرايلی عسکر

اسرايلي عسکرو يو فلسطينی شهید کړی- درې نور يې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۱) الماس خدرخېل

د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ اسرائيلي پوځيانو په لويديځه غاړه کې د فلسطينې کډوالو په فارعه کمپ کې د عملياتو پر مهال يو فلسطینی به ډزو سره وژلی دی.

اسرائيلي چارواکو پېښه تائید کړې او ويلي يې دي، چې د نوموړي سره په لاس کې چاړه وه او هڅه يې کوله چې په عسکرو بريد وکړي.

د دوی په وينا، د پوځيانو د خبرداري باوجود ياد فلسطيني غوښتل چې عسکرو ته ورنږدې شي، خو مخکې له بريد څخه د پوځيانو له لوري ووژل شو.

پېښه نن سهار مهال رامنځته شوې ده، وژل شوی فلسطينی محمد الصالح نومېږي، چې ۳۲ کاله عمر لري.

ځينو فلسطيني کره سرچينو ويلي، چې صالح پر ټټر پنځه مرمۍ ويشتل شوی، دوی زياتوي چې د اسرائيلي پوځيانو د پلټنې په عملياتو کې درې فلسطينيان نيول شوي هم دي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*