اشرف غني پکتیاوالو ته غوړې ژمنې ورکړې او طالبان یې د سولې په مخالفت تورن کړل:

52

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳۰ فرید افغان)

نن سهار د ګډحکومت لومړی مشر اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا پکتیا ته سفر وکړ.
نوموړي د پکتیا د وروستي برید د قربانیانو د فاتحې لپاره لومړی تندر قول اردو ته ولاړ او وروسته بیا د قومي مشرانو متنفذینو او دولتي چارواکو په یوه غونډه کې راڅرګند شو.
غني له موقع څخه په استفادې د پکتیاوالو د زړونو د لاسته راوړلو او د خپلو مخالفینو په تقبیح کولو کې اوږدې خبرې وکړې.
نوموړي پکتیاوالو سره هغه ژمنې چې تیر حکومت او پخپله اشرف غني څو واره له پکتیاوالو سره کړې وې د پلې کیدو بیا ځلي ژمنه تکرار کړه.
نوموړي پکتیا لومړی ردجه ولایت اعلان کړ، همداراز یې د زرمت ـ ګردېز د سړک د جوړولو ژمنه هم وکړه.
همداراز نوموړي وویل چې په مرکز ګردیز کې به ساحوي روغتون جوړوي، او ورسره یې په ۴۰ ورځو کې ګردیز ته برېښنا ورکولو وعده وکړه.
نوموړي په راتلونکي کال کې د ښوونځیو جوړولو او صنعتي پارک ته د بودیجې ځانګړي کول ژمنې وکړې هغه څه چې د پکتیا ولسونه یې یواځې ژمنې بولي او د پوره کیدو هیله ترې نلري.

اشرف غني له موقع څخه په استفادې په وسلوالو مخالفینو هم توندې نیوکې وکړې او هغوی یې د نورو په لارښوونه دسولې مخالفین وبلل.
پداسې حال کې چې ګډحکومت تر اوسه له طالبانو سره دروسیې د همکاري هیڅ کره ثبوتونه نلري؛اشرف غني په ډاګه باندې روسیه او پاکستان د طالبانو په تمویل اوتجهیز تورن کړل.
غني د تجاهل په توګه وویل ‹‹ هر طالب دې له ځانه پوښتنه وکړي چې داسې کومه مسئله ده چې د سولې او خبرو له لارې نه حل کیږي›› هغه څه چې طالبانو همیشه د بهرنیانو تیري ګر شتون د دې چارې لوی لامل بللی دی.
غني طالبان یوځل بیا سولې ته راوبلل او په وینا یې چې جګړه د بریا لاره نده.
غني داسې مهال د سولې خبرې کوي چې نوموړي څو اونۍ وړاندې ویلي و چې طالبان به په وچ زور د سولې میز ته راولي چې په تعقیب یې یواځې په تیره اونۍ کې په ګردیز، کندهار او غزني کې تر ۳۰۰ ډیر افغان ځواکونه ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

وسلوالو طالبانو وروسته تر هغه چې امریکا او افغان دولت د دې ډلې په جنګیالیو خپل بریدونه ګړندي کړل په ګډوځواکونو مرګونې حملې ترسره کړې چې وروستۍ هغه یې نن په لغمان کې وه چې د یوه نفوذي طالب په برید کې ۱۳ تنه امریکایان ځای پرځای ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.
که څه هم ګډحکومت او امریکایانو ویلي چې طالبان به په زور سولې ته مجبوروي خو طالبانو په ځلونو ویلي چې د بهرنیان تر وجوده به په افغانستان کې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي او تر هغو یې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه د هیواد پریښودو ته نه وي اړ کړي سولیزه حل لاره نلري .
طالبانو ویلي چې د کابل بې واکه اداره د سولې صلاحیت نلري او د جګړې او اشغال په وجود کې د سولې لاره غیر معقوله ده.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ