تازه مطالب
کور / علمي ليکني / اشغال دټولو په تاوان دی موږ سوله غواړو!
سوله۲، طالبان

اشغال دټولو په تاوان دی موږ سوله غواړو!

عطاءالله مبارز

په افغانستان دامریکایي یرغل سره هم مهاله مرموزو حملو هم زور واخیست چې وروستۍ یې دکندهار دتیرې شپې مرګونې چاودنه وه چې د والي په د فتر کې روانې هغې غونډه کې ترسره شوه چې دمتحده عربي اماراتو سفیر، ځینو بهرنیو اوکورنیو سوداګرو هم ګډون کړي و او ویل کیدل چې ددوبۍ دسفیر اوکندهار والي له خوابه د ځینو ټولګټو پروژو په پرانیستل کیدلو هوکړه وشي.
دچاودنې په پایله کې دمتحده عربي امارتو د۵ دیپلوماتانو په شمول ګڼ بهرني اوکورني اتباع ووژل شول، افغانستان کې ددوبۍ دسفیر په شمول کندهار والي اوګڼ چارواکې مرګوني ټپیان شول طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې په یاده حمله کې خپل لاس لرل ردکړی او یاده حمله یې د کندهار د چارواکو تر مینځ د خپل مینځي جنجالونو نتیجه بللې.
ریښتیاهم په تیرو پنځلسو کلونو کې چې طالبانو کوم بریدونه په بهرنیو اوکورنیو اهدافو ترسره کړې مسؤلیت یې منلې چې وروستي بریدونه یې پرون ورځ په کابل اوهلمند کې په دولتي اهدافو ترسره کړل اوپړه یې ومنله ځینو سرچینو ویلي چې دکندهار دتیري شپې په ناسته کې د ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق هم و چې ترحملې لږه شیبه وړاندې له غونډي ووت.
دپیښې په اړه لومړنۍ ارزونې اوتحقیقات ښکاره کوي چې چاودیدونکې مواد دچوکیو لاندې ځای په ځای شوي و او د برید نوعیت اوکیفیت له هغو بریدونو ډیر بدل و چې په تیرو پنځلسو کلونو کې طالبانو ترسره کړې؛ یاده دي وي چې وخت ناوخت د کندهار د محلي چارواکو ترمینځ داختلافاتو خبرې کیږې چې دګډ حکومت په راتګ بیخي اوج ته رسیدلې یاد برید او ورته بریدونه کولي شي په ګډ حکومت دبهرنیو په ځانګړي ډول داسلامي هیوادونو اعتبارته نورهم تاوان ورسوي حال داچې ګډحکومت واردمخه په اولس اونړیواله ټولنه کې منځوې شوی.
موږ اولس او طالبان غواړو چې د امریکاپه مشرۍاشغالګر دې ووځي او دموجوده دولت په ځای دي د یو داسي افغان شموله نظام راتګ ته لاره هواره شي چې اسلامي، ملي او د هیواد خپلواکۍ ته ژمن وي؛ اشغال دټولو په تاوان دی زموږ اولس کې روان ناورین دهمدي خارجي اشغالګرو دشتون له وجې رامنځته شوې.
دروسانو دیرغل څخه مخکې مو هیواد په امن او د پرمختګ په لور روان و د اسلامي امارت په راتګ په ټول هیواد کې سرتاسري امن راغی اوکه تراوسه پاتي وای زه باورلرم چې هیواد کې به مو ډیرمثبت بدلونونه لیدلي وای خو دامریکاپه مشرۍ د نړۍ کافرانو ونه غوښتل چې افغان اولس پرمختګ وکړي په افغانستان یې ناروا یرغل وکړ؛ د اسلامي امارت حکومت یې ړنګ کړ؛ خپل ګوډاګیان یې واک ته ورسول او په افغانستان کې یې یوداسې وحشتناک ناورین رامنځته کړ چې تراوسه روان دی او الله جل جلاله خبر دی چې ترکومه به روان وي.
د اسلامي، خپلواک او سولیز افغانستان په هیله!

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*