تازه مطالب
کور / راپور تاژ / افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي مخ په زیاتیدو ده
child1

افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي مخ په زیاتیدو ده

راپورتاژ

رحمت الله همراز

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، چې اوسمهال هغه ماشومان چې عمرونه یې د ۵کلونو څخه کم دي په سلو کې ۴۰ سلنه یې د خوارځواکۍ«سوء تغذیه» سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د«د خوړو د غني کولو له لارې د افغانستان د راتلونکي پرمختګ» تر نامه لاندې غونډې ته چې په کابل کې جوړه شوې وه وویل، دا ماشومان د خوړو د نه بشپړوالي له امله په خوارځواکۍ اخته شوي چې زیاتره یې لږ عمر لري.

د عامي زوغتیا د وزیر په وینا، ددغو ماشومانو له ډلې څخه یې ۱۰سلنه په نه رغیدونکي او سخته خوارځواکۍ اخته شوي دي، احصایې ښيئ چې د افغانستان یو پر درېيمه برخه ماشومان د خوارځواکۍ د نه رغیدو له رنځه کړیږي.

 فیروز وویل، چې «ABW» په یوه څیړنه کې په ډاګه کړې ده، هغه ماشومان چې د خوارځواکۍ له رنځه په حاد درجه کړيږي زیاتره یې د افغانستان د جنوبي ولایتونو باالخصوص د هلمند او قندهار ولایت اوسیدونکي دي.

یادې موسسې په څیړنو کې ویلي، چې د هیواد په جنوبي ولایتونو کې په پوره اندازه خواړه شته لیکن د خلکو د پوهې کم والی، غربت، د کورنۍ روغتیايي ستونزې او ماشوم ته د مور د شیدو ناسم استعمال په دې سیمو کې د لویو ننګونو په توګه ثبت شوي دي.

څیړنو ښودلې ده، چې د هلمند او قندهار ولایتونو د ماشومانو د خوارځواکۍ سطحه د افریقا د خوارځواکۍ د سیمو سره برابره ده.

ددې څیړنو له مخې په عمومي توګه د افغانستان ماشومان ۲۹،۵ سلنه د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او ۳۰ سلنه ماشومان یې د خوراکي توکو د کمښت سره مخ دي.

افغانستان د خوارځواکۍ له مخې د نړۍ څلورم هیواد دی، چې تر نایجریا، ایتوپي او سرالئون وروسته د خوارځوکۍ په کټه ګورۍ کې افغانستان څلورم ځای لري.

نایجریا چې د ټولونفوسو یو پر شپږمه برخه د خوارځواکۍ سره مخ دی، چې په کټه ګورۍ کې دنړۍ په سطحه د خوارځواکۍ لومړی هیواد دی، ورپسې اتیوپي ده چې ۱۰ سلنه وګړي یې د خوارځواکۍ له امله د مړینې له خطر سره مخ دي او د خوارځواکۍ په درېيمه درجه کې سرالئون دی چې ۳۰۰ زره ماشومان یې د خوارځواکۍ سره مخامخ دي، همدارنګه افغانستان څلورم خوارځواکه هیواد دی چې ۲۹،۵ سلنه ماشومان یې د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او ۳۰ سلنه ماشومان یې د خوراکي توکو د کمښت سره مخ دي.

همدارنګه ولسمشر اشرف غني د تلې په میاشت کې یوې غونډې ته وویل، چې د افغانستان له ۴۹ څخه تر ۶۰ سلنه وګړو پورې د خوراکي توکو خوندیتوب نه لري

د خوارځواکۍ سره سره اشرف غني زیاته کړه، چې اوس هم د افغانستان ۱۵ سلنه وګړي له خوراک پرته د شپې په نهاره ویده کیږي.

 د روغتیا وزارت لخوا ویل شوي، چې د هیواد نیمايي ماشومان چې عمرونه یې له ۶ میاشتو تر ۵ کلونو دي د ویټامین A له کمبود سره مخ دي چې په شب کورۍ ناروغۍ اخته دي او ۸۱ سلنه ماشومان بیا د ویټامین D  له کمبود سره مخ دي چې د هډوکو په ناروغیو اخته دي.

د روغتیا وزارت وايي، چې دوی په افغانستان کې د خوارځوکۍ د کمولو په موخه پرمختیايي پروګرامونه لکه د غربت او فقر له منځه وړل، د تغذيې ښه والی او د خوراکي توکو خونديتوب په مخکې لري، چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې خاتمه پیداکړي.

د خوړو دنړیوال پروګرام(WFP) د افغانستان د اړیکو مسئول وحیدالله اماني وویل، چې یاده موسسه به په افغانستان کې د افغانستان د حکومت په مشوره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، ترڅو په دغه هیواد کې د غذايي خونديتوب کچه لوړه شي.

د اماني په وینا، سږ کال دې موسسې په افغانستان کې ۳،۶ کسان تر خپل پوښښ لاندې نیولي وو، همدارنګه له ۲میلیون کسانو سره چې غذايي خونديتوب یې نه لرلو، د خوراکي موادو او نغدي مرستې شوي دي.

 څو ورځې وړاندې د افغانسان د اقتصاد وزارت او د نړيوال بانګ له لوري یوه سروې وشوه چې په افغانستان کې د خلکو د ژوندانه په اړه په دغه ترسره شوې سروی پایلو ښودلې وه، چې په ټوله کې ۳۹ سلنه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

دا او دې ته ورته نور راپورونه په افغانستان کې د بې وزلۍ او غربت وروستۍ کچه په ګوته کوي، پداسې حال کې چې په تیرو پنځلسو کلونو کې د نړۍ د ډالرو بوجۍ په دې هیواد کې تشې شوې خو ولې لا هم د هیواد وګړي د شپې په نهاره اوده کیږي.

له دې څخه جوتیږي چې د نړیوالو ډالرو باران دې هیواد ته هیڅ کومه ګټه نه ده کړې، بلکې لا یې د هیواد د مظلومومانو وینې زبیښونکي په دې پيسو ماړه او د عیاشیو طرفته متوجه کړه، راغلې پيسې او موسسې شخصي جیبونه ته وغوځیدې او غټ خیټو پرې خپلو ځانونو ته په بهر ملکونو کې د عیاشۍ خونې او کورونه جوړ کړل چې نسلونو نسلونو ته یې همدغه غلا شوي ډالر کفایت کوي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*