تازه مطالب
کور / ادبي برخه / شعرونه / امارته  تر قيامته
مفتون صاحب

امارته  تر قيامته

دا چې پورې په مزار جنډې رپيژي

دا ځما په شهيد  يار  جنډې رپيژي

دې هېوادکې ګناهګار زړونه لړزيژي

جنګ دى شور دى او غبار جنډې رپيژي

دا ګودر اوس د پېغلوټو هديره ده

چې ترڅنګ يي په چينار جنډې رپيژي

څوک طالب به يي بيا سيوري ته دمه وي

دا چې بيا  کرار   کرار   جنډې    رپيژي

دا ځمونږ  د کلي  نښه  ده   جانان

چې راځې په هره لار جنډې رپيژي

دغه   دي  د  شهيدانو يادګارونه

داچې ځاى په ځاى قطار جنډې رپيژي

دا  د پټو  ارادو  نتيجه  نه  ده

دا د مينې په اظهار جنډې رپيژي

په سپين مخ يي د توحيد کلمه ليک ده

ډار  اخستي دي  کفار  جنډې  رپيژي

امارته  تر  قيامته به که خداى کړي

ستا په نوم د افتخار  جنډې  رپيژي

د وحشي لښکر  په  ړنګو   کلاګانو

بيا ځمونږه  بې شمار جنډې رپيژي

دا  ښکلا  د  پسرلي نه ده  مفتونه

د ملګرو  په  يادګار  جنډې  رپيژي

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*