تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / امريکايي ځواکونو په کندوز کې د ملکي خلکو وژل کېدل ومنل
a29_12050932

امريکايي ځواکونو په کندوز کې د ملکي خلکو وژل کېدل ومنل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۳) الماس خدرخیل

په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونوو منله چې د ۲۰۱۶م کال په نومبر مياشت کې يې د کندوز په بوزکندهاري سيمه کې ۳۳ تنه ملکي وګړي وژلي او ۲۷ نور ټپيان دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د يو شمير طالبانو د وژلو تر څنګ وايي، چې په هغه هوايي بریدونو او دفاعي ډزو کې چې د کندوز ښار په بوز کندهاري سیمه کې شوې وې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا لومړی ځل دی، چې په هېواد کې ميشت امريکايي ځواکونه د عامو خلکو په وژلو اعتراف کوي، تر دې مخکې په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې لسګونه تنه ولسي وګړي وژل شوي، خو بهرنيانو يې د پېښو د پلټنو تر نامه لاندې پټې کړي دي.

د بوز کندهاري سیمې خلکو د عملیاتو په سهار لاریونونه وکړل او خپل مړي یې کندوز ښار ته راوړل، چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري په کې شامل و؛ خو د ولایت ساتونکو اجازه ورنه کړه، چې مړي د ولایت مخې ته کیږدي.

په بوزکندهاري سيمه کې له بريد وروسته افغان چارواکو رسنيو ته وويل، چې په دغه سيمه کې يې طالبان په نښه کړي دي.

په هېواد کې ميشتو بهرنيانو په لسګونه ځله عام ولس او افغان ځواکونه په هوايي بمبار کې په نښه کړي، خو په ډيرو کمو مواردو کې يې پرې اعتراف کړی.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*