امريکا په پنځو نورو روسي وګړو هم بنديزونه ولګول

41

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۱) الماس خدرخېل

امريکايي چارواکي وايي، چې دغه پنځه تنه د بشري حقونو نه په سرغړونه تورن دي، نو ځکه د دوی له لوري ورباندې بنديزونه لګول شوي دي.

د ورکړل شويو راپورونو له مخې په دې ډله کې قانون پوه الکساندر باستريکين او د روسي پارلمان غړی اندري لوګوفي هم شامل دي.

پر دې دواړو تور دی چې په برتانيه کې يې د روسي نظام مخالف “الکساند ليتوينيکو” زهر ورکړي او وژلی يې دی.

د امريکا چارواکي وايي، چې د نورو بنديزونو تر څنګ دې دواړو ته د امریکا وېزه هم نه ورکول کېږي.

تر دې مخکې هم امريکا د روسيې ولسمشر پوټين ته نږدې په درې کسانو بنديزونه لګولي و.

په دې وروستيو کې د امريکا او روسيې اړيکې ترينګلې شوې چې له امله يې ۳۵ روسي ډيپلوماتان له امريکا څخه وويستل، پر روسيې تور پورې شوی چې د امريکا متحده ايالاتو به انتخاباتو کې يې لاسوهنه کړې ده.

شریکول

Leave a Reply