تازه مطالب
کور / مطبوعات / غربي مطبوعات / امریکا کې په اول ځل د پیشو لپاره شراب جوړ شول!
د پیشو شراب

امریکا کې په اول ځل د پیشو لپاره شراب جوړ شول!

ژباړه: وفایار

په امریکا کې د کالاراډا کمپنۍ خواهش لري، چې پیشوګانې د خپلو څښتنانو سره د شراب په څښلو کې برخه واخلي.

دا بې الکوله شراب، چې مزاج یې مولۍ سورخکی دی، د امریکا د (کالاراډا) ولایت کمپنې چې (ډنور-بېسد اپالو پيک) نوميږي، خاص د پیشو  لپاره ډیزاین کړي دي.

(ډنور-بېسداپالوپيک) کمپنې د پیشوګانو د لذت  لپاره دوه ډوله شراب  جوړ کړي دي، یوه يې(پيناټ ميو) او بل یې (وایټ مسکاټ)نوميږي.

 د کمپنۍ مسئولین وایي: «موږ د شرابو په فرمول کې صرف  د تازه او طبېعي مولۍ سورخکو ،  (کټنپ) او نور داسي شیان، چي موږ یې په خپلو شرابو کې ګډوو، د رنګ او د خوند د حفاظت  لپاره، چې کوم مواد استعمالوو هغه هم سوچه او طبېعي دي.

  بل ځای کې وایي: « په موږ باندې لازمه ده، چې د خپلو نازنینو پیشوګانو ملګرو په مشروباتو کې صرف طبېعي او تازه شیان ګډ کړو».

مونږ مطمئن یو، چې دې شرابو کې داسې الکول نشته ، چې پیشوګانې پرې نشه کیږي.

 د الکولو پر ځای موږ د خپلو پیشوګانو د لذت او د خوند حاصلولو لپاره تازه (کټنپ) په کې ګډوو، یوه نوع د سبزیجاتو، چې په خوراک سره یې یو څه ناڅه خوند او مستي  حاصلیږي.

د دې شرابو تاثیر صرف  په مقدار  پورې اړوند دی، چې ډیر وڅښي نو تاثیر به یې هم ډیر وي اوکه  کم وڅښي نو همدارنګه تاثیر به یې هم کم وي.

 کمپنۍ وایي: «کله چې پیشوګانې دا سبزي بوی کړي ډیر حرکت په کې  پیدا شي او کله یې چې وڅښي یا يې وخوري ډیر سکون په کې پیدا شي، نو کېدای شي چې د دوی د هغو بې خوبه شپو د پاره ډیر مفید  وګرځي.

 دا شراب د خالصو تازه او طبېعي موادو څخه جوړ دي.  انسانان، سپیان او همدا رنګه نور  حیوانات هم کولی شي، چې دا شراب وڅښي او څه ضرر ورته ونه رسيږي.

 کمپنۍ د سپیو لپاره هم اراده کړې، چې یو خاص نوع شراب  ورته جوړ کړي، تر څو  دوی هم ورڅخه خوند اولذت واخلي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*