تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / امنيتي سرچينې: ارغنداب کې افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې
طالبان، پوسته اربکيان

امنيتي سرچينې: ارغنداب کې افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۲) الماس خدرخېل

د زابل ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کابل ټکی کام ته ويلي، چې بېګا ماسختن د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې پکې لږ تر لږه لس تنه افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې په وينا، لومړی وسلوالو طالبانو د يادې ولسوالۍ اړوند د بلوداد په پوسته وسلوال بريد وکړو چې وروسته نښته رامنځته شوه.

بل پلو طالبانو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې د ياد بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې په له افغان سرتيرو يې پوسته په مکمله توګه نيولې او دولس تنه افغان سرتيري يې پکې وژلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په پوسته کې يې يو شمير اسلحې او مهمات هم د غنيمت په ډول نيولي دي.

طالبانو خپل لوري ته د يو تن د وژلو خبر هم ورکړی.

طالبان په ياده خبرباڼه کې زياتوي: “همداراز بیګاه شپه  دیادي ولسوالۍ اړوند د  شاولي ، داود او  چپه بند  له پوستو څخه ګوډاګي عسکر دمجاهدینو دبریدونو له ډاره وتښتیدل ددښمن په تېښته  سره  پراخه  سیمه   دمجاهدینوترکنترول لاندي راغله”.

تر دې دمه د دولت کومې سرچينې د دې بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*