تازه مطالب
کور / مطبوعات / عربي مطبوعات / ای لویه خدایه! له تا پرته بل هیڅوک نه لرو
sorya

ای لویه خدایه! له تا پرته بل هیڅوک نه لرو

د الجزیرة نه په مننې

ژباړه: عزیر اسدخیل

د ترکیې، روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۰/۱۲/۲۰۱۶ نیټه د مسکو د اعلامیې په نوم یوه اعلامیه خپره کړه، چې په سوریه کې د اوربند د پراخه کولو لپاره یې ۸ هغه مادې اعلان کړي چې د سوریې د روان وضعیت پورې تړاو لري څو یوې نهایي سیاسي عملیې ته پکې تلل ممکن شي.

سره له دې چې دغه اعلان یو اهمیت درلود خو هغه څه چې د پام وړ دي هغه دا دي چې د سوریې د روان جنګ دواړه مخالف لوريو د دغې اعلامیې د ناستې په غونډه کې موجودیت نه درلود، او دا ډیره مهمه خبره ده چې د سوریې او د سوریې د راتلونکی په اړه د عربانو استازیتوب په دغه غونډه کې حضور درلودای. او دا هغه څه دي چی سعودی عربستان ته پکی په مستقیم ډول د دغې اعلامیې د لاسلیک کوونکو لخوا دعوت متوجه کړای شو چې چې باید له دې طرحې سره یو ځای شي.

په ۲۱/۱۲/۲۰۱۶ نیټه د روسیې د انټرفکس آژانس لخوا د چهارشنبې په ورځ یو خبر خپور شو چې پکی راغلی دي:

مسکو په دې نظر دی چې دا اړینه ده چې سعودي عربستان باید  د روسیې، ایران او ترکیې له موقف سره د سوریې په اړه یو ځای او همغګی شي.

په داسې یوه ستره عربي او اسلامي قضیه کې د عربي رول نه موجودیت څه نوې خبره هم نده بلکه دا نه حضور د څو کلونو راهیسې په پرلپسې توګه دوام لري، چې دی کار ځینې مجبور کړي چې تصور وکړي ووايي چې دا کار د سوریایانو او د هغوی د سپیڅلي پاڅون سپکاوی دی، په ځانګړی توګه چې سوریایان یو له بل پسې له خپلو سیمو او کورنو نو په وتلو مجبور شول، لکه په حمص او داریا او په دې وروستیو کې په حلب کې پیښ شول، له کورونو ووتل او برسیره پر دې په مسلسل ډول ووژل شول او کورونه یې په کنډوالو بدل شول، برسیره پر دې د سوریایانو خاوره هر چاته مباح وګرځیدو چې هر څوک پری خپل فوځیان ورمرش کړي او هر وخت دغه پاکه خاوره تر خپلو قدمونو لاندی کړي، هم وژني وکړي، هم له کورنو ویستل او هم ښارونه په کنډوالو بدلول.

په دې کې شک نشته چې یواځې په سوریه کې نه بلکه په عام ډول د عربي او اسلامي هیوادونو په ټولو پیښو کې د عربانو رول او اغیز بیخی تت شوی دی.

پخوا په عربي نړۍ او ټولنه کې د عربانو رول په سیاسی، دیپلوماسي او آن په نظامي ډګر کې  عملي او ژوندی و. عملي اقدامات یې درلودل، خو نن ورځ ګورو چې په مکمل ډول له پښو غورځیدلی نه په دولتي غونډو کې حضور لري، نه په حقوقي او بشري تنظیمونو کی او نه هم د جنګ په ډګرونو کی، نو له سوریایی پاڅون ځینې به څه ملاتړ وکړي.

کله چې سوریایانو د خپل پاڅون په لومړیو ورځو کې خپل هغه مشهور شعار پورته کړ چې: (ای لویه خدایه! له تا پرته بل هیڅوک نه لرو) هغوی فکر نه کولو چې خبره به دې حد ته اوږده او ورسیږي لکه نن چې ده، هغوی فکر نه کاوه چې یواځې به پاتې شي، او په داسې مسیر کې به یواځې پریښودل شي چې په سلګونو زره مړي به یې له خښولو پرته پراته وي او د سوریې نیم ملت به خپلو کورونو پریښودو ته مجبور کړي، چې قرباني به سوریایان ورکوي خو د سوریایانو د سرنوشت په اړه به پکی د نظر او حقیقی موقف څښتنان پردي وي. او نه به ورسره د عربانو مرسته او ملاتړ وی.

دا یو دردوونکی او تریخ حقیقت دی سره له دې چې د پاڅون پیل داسی نه و لکه نن یې چې ګورو، هغه عربي قرارداد بې سابقې و او تر نن پورې نه دی هیری شوی چی د سوریې د غړیتوب د ځنډولو په اړه پرې ټولې عربي نړۍ په ۱۲/ ۱۱/ ۲۰۱۱ کال پریکړه کړې وه.

لکن د عربانو د خپلمنځي رقابت له کبله او د سوریې له رژیم سره د ځینو عربي تنظیمونو د دریدو له امله، او د ځینو نورو بیا د مخالفو پاڅونوالو سره د مرستو او ملاتړ کولو له کبله، او برسیره پر دې نور سیمه ییز او دولتی فشاررونه، ټول د دې سبب شول چې د عربانو رول کمزوری او له صحنې وباسي، او نوم او نښان یې ورک کړي، تر دې چې د یوه عربي هیواد سرنوشت نن له سترې عربي نړۍ پرته په غیاب کې نیول کیږي، اوس کاشکی وضعیت تر همدې حده پاتی شي چې یواځې د عربانو په غیاب کې د عربانو د سرنوشت په اړه له دوی پرته غونډې جوړی شي بلکه  برعکس په دې ورستیو کې وضعیت دا ډول پرمختګ کړی چې د ځینو موقف پکی د سوریایانو په خلاف او د سوریایی رژیم په ملاتړ و هغه هم په ښکاره څرګند او مستقیم ډول نه په پټه او نه په غیر مستقیم ډول.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*