بخښنې نړيوال سازمان: اباما دې خپله وعده پوره کړي- د ګوانتنامو زندان  دې وتړي

5

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۱) الماس خدرخېل

د بخښنې نړيوال سازمان د متحده ايالاتو له ولسمشر اوباما څخه غوښتي، چې خپله وعده پوره کړي او د ګوانتنامو زندان دې وتړي.

يادې ادارې په خپل سايټ کې د بخښنې نړيوال سازمان د رئيس له خولې ليکلي، چې نوموړي په يوه سرخلاصي ليک کې اوباما ته ويلي، ”په خپل ټول توان سره دې د ګوانتنامو زندان وتړي”.

په دې ليک کې نوموړي ويلي، که ولسمشر اوباما د زندان په تړلو کې پاتې راغی، نو شايد منتخب ولشمسر ټرمپ په غير قانوني توګه سلګونه نور زندانيان دغه زندان ته ولېږي.

په متحده ايالاتو کې د بخښنې نړيوال سازمان ويلي، چې د جنورۍ د مياشتې سره به د دغه زندان د پرانستلو پنځلس کاله پوره شي.

اوس مهال په ګوانتنامو زندان کې د بېلابېلو هېوادونو ۵۵ تنه زندانيان د بند شپې ورځې تروي.

سپېنه ماڼۍ وايي، مخکې له دې چې د اوباما دوره د جنورۍ په شلمه ختمه شي، له دې زندان نه به د ۱۷ په شاوخوا کې زندانيان نورو هېوادونو ته منتقل کړي، مګر د دغه زندان د تړلو په اړه يې څه نه دي ويلي.

بارک اوباما ولسمشرۍ ماڼۍ ته د کانديديلو په وخت کې  ويلي و، چې نوموړی به دغه زندان تړي.

د يادونې ده، چې څه موده مخکې د امریکا منتخب ولسمشر ټرمپ د دې زندان د تړلو سره مخالفت ښودلی و.

شریکول

Leave a Reply