تازه مطالب
کور / علمي ليکني / بېځایه فکر کول!
a29_12050932

بېځایه فکر کول!

محمد غني څاروان

انسان تل فکر کوي، له فکر کولو پرته ژوند ناممکنه وي او هغه کسان چې بې فکره کوم کار کوي کامیابي ېې هم نا شوني وي، خو ځینې وخت ډیر فکرکول انسان له ژونده باسي،  ډیری کسان به مو لیدلي وي چې له حده زیات فکر کوي او همدغه کسان په ژوند کې ناکامه کسان هم دي.

دغه کسان په وړو وړو ستونزو او خبرو دومره فکر کوي چې ترې لویه او ویېرونکې بلا جوړه کړي، دغه ډله په لږ شان مثبتو شیانو هم دومره فکر کوي چې نور دومره مثبت به هم نه وي.

اروا پوهان په دې اند دي چې کله انسان مسایل او پیښې له اندزې  زیات تحلیل کړي او وېې سپړي نو له ژونده ېې خوند او خوشالي کډه کوي.

لکه چې مخکې مې وویل فکر کول ښه او اړین کار دی خوله حده زیات فکر کول مو ژوند خرابولی شي.

نو د دې لپاره چې تعادل وساتو او له فکر کولو سره یو ځاي له ژونده هم خوند واخلو څه کولی شو.

د بېځایه فکر د مخنیوي لپاره لاندې لارښوونې اړینې بولم

۱ــ  هر شي ته په پراخ نظر وګورئ په دې معنې چې لنډ فکر مه کوئ او هر شی ځانته مه محدودئ، انسان ډیر ژر د فکرونو او بې ځایه چورتونو په لومه کې را ګیر کیږي. کله چې دغسې یو فکر درته پیدا شو، نو له ځانه پوښتنه وکړئ ایا پنځه کاله، یا پنځه میاشتې او یا پنځه اونۍ وروسته به دغه کار همدومره اهمیت ولري؟ طبعاً چې نه ېې لري.…

دا د نظر پراخولی دی په همدې وړې پوښتنې سره تاسو خپل نظر پراخولی شئ او په دې ډول له بې ځایه فکر کولو خلاصیږئ، پریږدئ دغه ستونزه او یا چاره چې تاسو ورسره مخامخ یاست له وخت سره پر مخ لاړه شي، نور پرې فکر مه کوئ.

۲ــ  هره فیصله یا پریکړه چې کوئ یو وخت ورته وټاکئ ، کله چې تاسو یو پلان لرئ په یو ټاکي وخت کې ېې تر سره کړئ که تاسو ورته وخت ونه ټاکئ تل به ستاسو فکر وروسره بوخت وي او په دې ډول وړه خبره څخه درته لوی غر جوړېږي.

نو هر څومره ژر چې کولی شئ دغه فکر یا پلان عملي کړئ که دا وړه پریکړه وي یا لویه ،له پلان سره سم پرې یاهو ووایئ یا نه.

۳ــ  د خپل کار لپاره وخت څنګه ټاکلی شئ؟ په دې هکله بیلابیلې رودې ازمویل شوي دي، د مثال په توګه د وړو او معمولي کارونو لپاره لکه ښوونځي ته تلل،تلویزیون چالندول، کالي وینځل یا موټر پاکول او مو ټر ته تیل اچول د ډیر فکر کولو وړ نه وي له دیرش ثانیو پرې ډیر فکر مه کوئ، خو نورو لویو کارونو لپاره ممکن دیرش دقیقې په فکر کولو تیرې کړئ.

۴ــ مهمه خبره دا ده چې د ډګر ځوان یا پیغله و اوسئ ، په دې معني چې څومره ژر چې کیداي شي خپل فکر عملي کړئ، که د خپلو پلانونو او فکرونو لپاره وخت او مهالوېش  وټاکئ کارونه به مو ښه پر مخ لاړ شي.

یوه بېلګه:

تاسو د کار په لټه کې یئ، فکر مو وکړ چې کار ته اړتیا لرئ، کاري تجربه او نوروې ټولې وړتیاوې مو وارزوئ ټول اسناد مو راټول کړئ ډیر تر ډیره دیرش دقیقې فکر وکړئ او پلان جوړ کړئ چې چیرته د کار په لټون پسې ووځئ بیا نو ځانته مهالوېش وټاکئ چې له دې ورځې به وځم اوکار به لټوم په همدې ټاکلي وخت او ساعت دکار لټون پيل کړئ.

پر مخ کوچني ګامونه اخیستل او پرهر ګام فکر کول درسره مرسته کوي، خو که تاسو په خپل ټول حرکت فکر کوئ او یو ګام مو هم نه وي اخیستی هیڅ ځاي ته نه شئ رسیداي.

که ډیر وړوکی ګام هم پورته کړئ ډیره مرسته کوي.

یو ارا پوه وايي : یو وخت له یوه ناروغ سره د ژباړن په توګه د ارواپوهنې متخصص ته ورغلم متخصص له ناروغه پوښتنه وکړه پر کوم شي ډیر فکر کوې، ناروغ ځواب ورکړ وطن کې مو بده ورځ ده هره ورځ مرګونه او مړي دي، هره ورځ ناسم خبرونه اورم څنګه به فکر نه کوم هغه به انسان نه وي چې پرې فکر ونه کړي.

متخصص ورته وویل لومړی کار چې کوي د ژوند ټول مسایل دې په دو برخو وویشه یو هغه چې ته پرې  کنترول لرې او ستا په لاس کې دي او بل هغه چې ته یې وس او کنټرول نه لري د مثال په توګه جنګ، دحکومتونو ستونزې دي او نورې ډیرې مسلې شته چې ته پرې هیڅ کنټرول او اغیز نه لرې نو ولې په دغو مسلو فکر وکړې او بله دا چې په هغو کارونو کې چې زموږ په وس کې هم دي ډیری ېې په یوځل نه شي ترسره کیداي او باید ورته سم پلان ولرو او بیا ېې عملي کړو له دې پرته فکر کول هیڅ ګټه نه لري.

۵ــ کله چې وږي یاست یا د خوب وخت وي پر هیڅ شي فکر مه کوئ ، هیڅ پلان مه جوړوئ، په دې وخت کې تل منفي فکرونه درته مخته کېږي.

دا کار دومره هم سخت نه دی چې فکرونه له ځانه لیرې کړئ ، کله چې دغسې فکرونه مو په سرکې وګرځیدل له ځان سره ووایئ دا ېې وخت نه دی نه غواړم پرې فکر وکړم، اوس وږی یم او یا اوس خوب راځي ، په دې مسلې هیڅ فکر نه کوم، بس خلاص.….

۶ــ که څه هم زموږ هیواد ناامنه دی او هیڅوک ځان خوندي نه احساسوي، خو ژوند روان دی او د خداي په توکل هرڅه پر مخ ځي ، خو ځینې کسان شته چې یو ډول ویره ورسره وي او له خپل موقیعت او شاوخوا ویریږي ، دوي په خپل ذهن کې سناریو جوړوي.

که تاسو ته هم دغسې فکر  پيدا شو، له ځان سره ووایئ که دغه کار وشي نو تر ټولو بده نتیجه به ېې څه وي او څومره ارزښت لري چې زه پرې اوس فکر وکړم؟

کله چې د کار په نتیجو او پایلو پوه شوئ د مخنیوي لپاره ېې فکر وکړئ او لارې اوپلان جوړ کړئ نه دا چې ترې وویریږئ.

۷ــ  تر ټولو مهمه خبره دا ده چې سپورټ کوئ، سپورټ کول انسان ته قاطیعت وربخشي، هغه کسان چې سپورټ کوي په تیره بیا هغه کسان چې وزنونه پورته کوي کم رواني فشارونه او ویره لري.

۸ــ  عبادت هم د ویرې د ختمولو او سکون ترټولو غوره وسیله ده له زړه عبادت وکړئ.

۹ــ پر خپله برخه راضي واوسئ، تیر مه یادوئ او راتلونکې ته هم خداي مهربانه دی په اوس کې ژوند وکړئ او له ژونده خوند واخلئ، په ژوند کې هم داسې شیان پيدا کړئ چې خوند ترې اخیستی شي که هیڅ شی نه وي په خپل روغ صحت شکر وباسئ.

ارواپوهان ځینې لارې راښيي چې څنګه په اوس وخت کې ژوند کولی شو د مثال په توګه دوي وايي:

همدا اوس چې کوم کار کوې مثلاً که موټر چلوې، یا حرکت کې ېې او یا بل هر کار کوې لږ ېې ورو ورو تر سره کړه او په دې سره د خپل بدن حرکات وګوره او شاوخوا ته ځیر شه چې څه تیریږي په اتومات ډول اوس وخت ته راګرځې او پوهیږې چې ژوند همدا اوس روان دی او باید ترې خوند واخلې.

۱۰ــ کله ناکله له ځان سره ووایئ … ښه نو دا زه یم او شکر ژوندی او روغ یم نو راځه چې غاښونه بورس کړم، راځه چې لږ چکر ووهم او له تازه هوا خوند واخلم، هر کار چې ترسره کوئ همدا جمله تکرار کړئ او ووایئ دا زه یم او همدا اوس دغه کار کوم. په دې ډول له پریشانۍ خلاصیږئ او ځان په اوس زمان کې احساسوئ.

۱۱ــ کله چې پوه شوئ له پخوانیو فکرونو سره وصل شوي یاست ناره کړئ چې نور بس دی ….او بیرته اوسني وخت او اوسنیو حقیقتونه ته راشئ خپل پنځه ګوني حواس بیداره کړئ ، غږونو ته ځیر شئ، بویونه احساس کړئ، شا وخوا شیان لمس کړئ او شاوخوا ښکلا وګورئ که بل هیڅ شی نه شئ کتلی د خپل بدن ښکلا وګورئ.

ستاسو چاپېریال ستاسو په ذهن او ژوند ډیر اغیز کوي له هغو کسانو سره ناسته پاسته مه کوئ چې سودايي دي او ډیر چورتونه وهي، هغه کتابونه چې لولئ يې ټول ستاسو په ژوند اغیز لري نو هغه کتابونه اومجلې ولولئ چې تاسو ته انرژي او خوشالي درکوي، هغه فلم وګورئ چې تاسو ته هیله او امید دربخشي..

نو دغه جمله تل په یاد لرئ غوره ده چې ژوند وکړو،  نه دا چې یوازې ژوندي واوسو!

باید له ژنده خوند واخلو.            ومن الله توفیق

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*