تخار: چاودنې اربکی قوماندان وژلی او په فاریاب کې افغان ځواکونه طالبانو ته ورغلي

67

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳۰ فرید افغان)

راپورونه وایي چې نن سهار د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ اړوند د قینر په بازار کې په محلي پولیسو هغه مهال چاودنه وشوه چې غوښتل یې یوه هوټل ته وخیژي .
د تخار د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې د چاودنې موخه اربکی قوماندان و چې په نښه شوی دی.
د ویاند له قوله؛ په چاودنه کې د ‹‹نازک میر›› په نامه قوماندان او د هغه یو ساتونکی وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا؛ چاودنه ملکي تلفات نلري.
تر اوسه د یاد برید مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې ندی منلی.
بلخوا د تخار په څنګلوري ولایت فاریاب کې څو تنه امنیتي ځواکونو خپله پوسته او مهمات طالبانو ته تسلیم کړي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې د پیښې د تائید تر څنګ ویلي چې دفاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ اړوند په قوره سیمه کي یوه قومندان سره له ۵ ملګرو خپله پوسته سره له ټولو وسلو او مهماتو طالبانو ته تسلیم کړې ده.
دولتي ځواکونو د فاریاب په پیښه کوم غبرګون ندی ښوودلی.
دا لمړی ځل ندی چې امنیتي ځواکونه خپل مراکز او مهمات طالبانو ته سپاري بلکې په تیر کې په ځلونو ورته پیښې رامنځته شوې چې بیا د طالبانو له لوري یاد سرتیري نازول شوي هم دي

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ