تازه مطالب
کور / خبرونه / ترهګریز بریدونه به زموږ پر بشري خدماتو منفي اغیز و نه کړي. د عربي اماراتو لومړی وزیر محمد بن راشد.
moh-bene-rashed

ترهګریز بریدونه به زموږ پر بشري خدماتو منفي اغیز و نه کړي. د عربي اماراتو لومړی وزیر محمد بن راشد.

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۵، مرغومی ۲۲) عزیر اسدخیل

د عربي متحده اماراتو لومړی وزیر وايي په افغانستان کې یې د پنځو دیپلوماتانو وژل کېدل د دوی پر بشري او انساني مرستو هېڅ منفي اغیز نه شي کولی. محمد بن الراشد المکتوم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې وګړي یې د خپلو ديپلوماتانو پر مرګ غمجن دي خو ټينګار یې کړی چې دغه پېښه به د اماراتو او افغانستان په اړیکو منفي اغیز و نه کړي. نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې بشري مرستو ته ژمن دی او په ورته ترهګریزو کړنو به دوی له خپلو موخو په شا نه شي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې د لومړي وزیر په توګه زه پر یادو دېپلوماتانو ویاړم، چې ځانونه یې بشر ته د خدمت په لار کې قرباني کړي دي. تېره شپه کندهار کې د یوه ترهګریز برید له امله د ګڼو افغان چارواکو په ګډون پنځه عرب ديپلوماتان هم ووژل شول.
د متحده عرب اماراتو ولسمشر «خلیفه بن زاید آل نهیان» د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د کندهار پېښه په کلکو ټکو غندلې او اعلان یې کړی چې د راتلونکو ۳ ورځو لپاره به پر ټولو وزراتونو او دولتي ادارو ددغه هیواد بیرغ نیم ځوړندیږي. په خبرپاڼه کې راغلي چې « شیخ خلیفه بن زاید د خپل هیواد د سپېڅلو زامنو د شهادت خبر په ډېره خواشینی او غم سره تر لاسه کړ ، هغوی د انسانيت او بشري خدمت په لاره کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړل، د هغوی په خاطر به د متحده عرب اماراتو په سرتاسري کې پر ټولو وزارتونو او دولتي ادارو بیرغونه نیم ځوړندیږي. په خبرپاڼه کې د هغو اماراتي اتباعو نومونه هم ذکر شوي چې د تیري شپې په چاودنه کې ووژل شول چې په لاندي ډول دی: ۱- محمد علي زینل البستکي ۲- عبدالله محمد عیسی عبید الکعبي ۳- احمد راشد سالم علي المزروعي ۴- احمد عبدالرحمن احمد کلیب الطنیجی ۵- عبدالحمید سلطان عبدالله ابراهیم الحمادي په خبرپاڼه کې راغلې چې لوړ ذکر شوي کسان په افغانستان کې په خیریه او بشري مرستو ګمارل شوي وه چې تېره شپه په یوه تروریستي چاودنه کې ووژل شول. باید وویل شي چې ددغه هیواد سفیر او یو بل جګپوړی دیپلوماټ ټپي شوي هم دي. د دبۍ حاکم محمد بن راشد آل مکتوم هم د تیر ماښام پېښه په کلکو ټکو غندلې او ویلي چې د امارات ولس په خپلو شهیدانو فخر کوي چې د انسانیت په خاطر یې خپل ژوند قربان کړ.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*