تازه مطالب
کور / ادبي برخه / تکرار

تکرار

عزیر اسدخیل

د يوه شي بيابيا يادولوته (تکرار) ويل کېږي. بې ځايه تکرارکول ناوړه، او ګټور تکرار سم دی.

تکرار د څو ګټو لپاره کېږي. لکه:

١- (استيعاب) (د يوې مجموعې ټولو افرادوته شمول). لکه: کتاب مې پاڼه پاڼه وکوت او په لفظ لفظ يې پوه شوم.

٢- په عبارت کې د اوږدوالي له امله يوه کلمه يا جمله بيا راوړل. لکه: ما وليدل، چې هلته انساني ارزښتونه تر پښو لاندې شوي وو، اخلاقي ارزښتونه چانه پېژندل، انسان د څاروي په څېر يواځې د نفسي غوښتنو د اشباع لپاره کار کاوه. ما وليدل، چې هلته د ټولنيز ژوند د سلامتيا لپاره هيڅ بنديز نه و.

چې په دې عبارت کې د: (ما وليدل) جمله دوه ځله د عبارت د اوږدوالي له امله تکرار راغلې ده.

٣- (هڅونه) لکه: مسلمانانو يو شئ، اختلافات، عداوت، کينه، او جګړې پرېږدئ. مسلمانانو د دښمن پلمو ته ځير شئ.

٤- (ترديد) چې د يوه لفظ د څو نورو لفظونو پورې هم اړه وي او له هر يوه سره جلا جلا راشي. لکه: کوښښ او زيار ځان ته ګټه رسوي، کورته ګټه رسوي، کورنۍ ته ګټه رسوي، کلي ته ګټه رسوي او ټولنې ته ګټه رسوي.

٥- (تلذذ) (خونداخيستل) لکه يو اديب، چې د ادب له لفظ نه خوند اخلي او وايي: ادب تيارې روښانوي، ادب مينه پنځوي، ادب زړونو ته لار لري، ادب د زړونو تر جماني کوي، ادب د ټولنې خدمت کوي، ادب د وګړو احساسات، عواطف، مشاعر او ولولې راپاروي او ادب ټولنه د پرمختـګ لورته هڅوي.

همدارنګه تکرار د نورو ډېرو مقاصدو لپاره هم راځي. لکه: لارښوونه، وېرول، ټينګار، د عاء، مبالغه او داسې نور.

او اطناب هم د نورو ګڼو ګټو لپاره راوړل کېږي، چې په ادبي ذوق پېژندل کېږي.

که ګټور اوږدوالى نه وي، نو هغه ته بيا (تطويل) او (حشو) ويل کېږي، چې دا دواړه په کلام کې عيب ګڼل کېږي.

تطويل

تطويل هغه فاسد او بې ګټې اوږدوالي ته ويل کېږي، چې د زياتي کلمو ټاکنه پکښې نه وي شوې او که کومه زياتي کلمه ترې لرې شي، نو په معنی کې کوم بدلون نه پېښېږي. لکه: زلمي له شين ګل سره فرېب، چل، دوکه او ټګي کړې ده.

چې د (فرېب، چل، دوکه او ټګي) کلمو يوه معنی ده او د هرې يوې په غورځولو سره په معنی کې کوم بدلون نه راځي. نو څرګنده شوه، چې په جمله کې هسې بې ځايه او بې ګټې اوږدوالى راغلى دى او دې بې ګټې غير متعين اوږدوالي ته تطويل ويل کېږي.

حشو

حشو چې په پښتو کې (حشوه) لوستل کېږي، په لغت کې (ډکون) ته ويل کېږي. لکه د بالښت ډکون: مالوچ ياداسې نور. او په اصطلاح کې د کلام هغه بې ګټې اوږدوالي ته ويل کېږي، چې زياتي کلمې او عبارت معلوم او ټاکلى وي. که هغه ټاکلې کلمې يا ټاکلى عبارت وغورځول شي، نو په معنی کې بدلون او خلل نه پېښېږي. لکه: نن مې هم درس لوستى دى پرون مې هم لوستى ؤ، چې له نن نه مخکې دى، سبا به يې هم لولم، چې له نن نه وروسته دى. نو پرون معلوم دى، چې له نن نه مخکى دى، د (چې له نن نه مخکې دى) عبارت زيات او (حشو) ده. همدارنګه سبا هم معلوم دى، چې له نن نه وروسته دى، نو (چې له نن نه وروسته دى) عبارت بې ګټې زيات دى، چې (حشو) بلل کېږي.

مساوات

مساوات په لغت کې برابرۍ ته ويل کېږي. کله چې دوه شيان يو تر بله برابر وي، نو دواړه سره مساوي ګڼل کېږي، او په اصطلاح کې دکلام هغه عبارت ته ويل کېږي، چې له معنی سره برابر وي. مساوات د(ايجاز) او (اطناب) تر منځ مرتبه ده، چې نه د ډېرې اوږدې معنی لنډ عبارت وي او نه د لنډې معنی اوږد عبارت وي. بلکه عبارت او معنی دواړه سره مساوي وي. د مساوات بېلګې ته ضرورت نشته ځکه؛ هغه ټولې عامې خبرې او عبارتونه چې (ايجاز) او (اطناب) پکې نه وي (مساوات) دى.

التفات

التفات په لغت کې يو خواته کتلو، متوجه کېدلو او مخ اړولو ته ويل کېږي. او په اصطلاح کې په خبرو کې د يوه حالت نه بل حالت ته اووښتلو او بدلون ته (التفات) ويل کېږي، چې کله کله يې د ادبي ذوق څښتن کوي.

التفات کله له مخاطب نه غائب ته وى، لکه استاذ چې شاګردانو ته وايي: بې ځايه خبرې مه کوئ، ناپوهه خلک بې ځايه خبرې کوي. يا: هغوى، چې بې ځايه خبرې کوي نه پوهېږي. او کله هم په نورو ډولونو وي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*