لاروی

دمخه به د ورځني استعمال اجناسو لپاره تر ټولو غوره اوسپنه استعمالېده چې د ورځني ژوند د توکو په جوړولو کې انګرېز، جرمني او بیا جاپان مخکښ هېوادونه وشمېرل شول.

په کوم هېواد کې به چې دمخه د ښې او کلکې اوسپنې وسله جوړه شوه، هغې وسلې ته به یې د انګرېزۍ او جرمنۍ وسلې نوم ورکاوه. همدا رنګه د ورځني ژوند نورو توکو استعمال کې همدا درې او وروسته د روسیې په څېر نورو هېوادونو خپلو صنعتي او الکترونیکي پیداوار ته وده ورکړه.

اوس په نړۍ کې جاپان د ښو موټرو جوړولو شهرت خپل کړی دی. کله چې په بازار کې د موټرو جوړوونکي (مستریان) د کوم موټر ترمیم کوي، وایي: جاپانۍ پرزه مې پکې لګولې ده.

Wood chips and fibers are chemically treated before bring converted into cellulose nanofibers at a laboratory in Tokyo, Japan July 25, 2017.

د جاپان موټرو جوړونکو انجینیرانو ویلي چې تر ۲۰۲۰م کال پورې کوښښ کوي د نورو اجناسو ترڅنګ له لرګیو موټر جوړ کړي، خو یوازې هغه پرزي چې تېل یا ګاز استعمالوي هغه به یې له اوسپنې وي.

د جاپان انجنیرانو د لرګیو څخه د موټرو جوړوونکو په اړه د خلکو دې سوال ته، چې د لرګیو جوړ موټر به د اوسپنیزو موټرو په نسبت کم مقاومته وي، ځواب ویلی دی، د لرګیوجوړ موټر چې په ځینو  برخو کې به یې پلاسټیک هم وکارول شي، د پولادو په څېر کلکوالی لري.

د لرګیو د کلکوالي په اړه جاپاني انجنیرانو په لرګي کې هغه مواد استعمال کړي چې د ځینو جنګي الوتکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل شوی دی. انجنیران وایي، د لرګي جوړ دا موټر به تر اوسپنې موټر څو چنده معیاري موټر وي.

جاپاني انجنیران له لرګیو څخه په جوړ موټر ازمایښتي کار کوي او خبر ورکوي چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به بازار ته را وویستل شي.

لکڑی، گاڑیاں، پرزے

دا چې د لرګیو څخه جوړ موټر به څومره بیه ولري، په دې اړه جاپاني انجنیرانو څه نه دي ویلي. خو لکه د موبایلونو د کمپنیو په څېر، د جاپان موټر جوړولو بېلابېلې کمپنۍ غواړي په غوره معیار لرلو سره نړۍ ته د زیات خرڅلاو لپاره په ارزانه بیه موټر وړاندې او تر نورو موټر جوړوونکو کمپنیو زیاته ګټه ترلاسه کړي.

د لرګیو څخه جوړ موټر د کورونو د دروازو، مېزونو، الماریو او کړکیو یا نورو د استعمال وړ اجناسو څخه یو حیرانوونکی عمل دی چې د جاپان په موټر جوړونه کې به یو نوی انقلاب راولي.

شریکول

Leave a Reply