جنرال نيکلسن د پاکستان له لوی درستيز سره کتلي

11

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۱) الماس خدرخېل

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموريت او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نيکلسن د پاکستان د پوځ له لوی درستيز سره کتلي دي.

دا ليدنه تېره ورځ په پنډۍ کې د دواړو مشرانو تر منځ وشوه او جنرال جان نیکلسن د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره له خبرو وروسته د شمالي وزیرستان دوره هم وکړه.

به دې دوره کې په ميرانشاه کې پاکستاني پوځيانو د تېر کال ضرب عضب عملياتو په اړه معلومات ورکړل.

په دې ليدنه کې، د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال باجوه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د نړیوالو ځواکونو رول مهم وباله او زياته يې کړه، چې پاکستان د افغان ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د قاطع ملاتړ د ماموريت د هڅو ستاینه کوي.

جنرال باجوه زياته کړه، چې د افغانستان د سولې او امن لپاره د نړيوالو ځواکونو رول مهم دی.

د قاطع ملاتړ ماموريت عمومي قومندان له دې مخکې په پاکستان تورونه پوري کړي و، چې پاکستان کې د افغان دولت مخالفو وسلوالو ته پټنځايونه ورکوي.

څو ورځې دمخه داسې راپورونه خپاره شول، چې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه له افغان چارواکو سره ټيليفوني خبرې کړي، دوی ورته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه او هغه ورته په نوي کال کې د سولې او ثبات راوستلو په هکله ډاډ ورکړی و.

شریکول

Leave a Reply