جهادي خوځښتونه ولې سست شول ؟‎

3

ليکوال : امين وردګ

له ډېرو پخوا وختونو څخه د شرق او غرب تر مينځ دښمنۍ او سياسي رقابتونه موجود وو ؛ خو له دريمې نړيوالې جګړې څخه راپدېخوا ، بيا غرب پدې تکل کې شو ، چې ؛ شرقي قووتونه بايد د افغانانو په لاسونو دړې وړې کړي ، بله چاره نشته .
خو هو ! پدې شرط چې “د دوى پکې ميره وي” همداسې وشول ؛ (شوروي اتحاد) يې د منځنۍ آسيا له لارې را جلب کړ او د ګرمو اوبو شيطاني خوبونه يې ور وليدل ؛ چې د آمو له سين څخه يې را واړول او پدې آزاري خاوره کې يې مېلمانه کړل .
کله چې سرې لښکرې د حيرتانو له تجارتي بندر څخه د سالنګونو لويې شاهرا ته را پرېوتلې ؛ نو غربيانو هم اتڼونه پيل کړل چې ؛ اوس به د دوى خوبونه ريښتيا کيږي .
بس سم له لاسه يې په کار لاس پورې کړ او د افغان ولس له مقدسو احساساتو څخه په ګټه اخيستلو سره يې عملاً د ISI په مرسته – جهادي رهبران و روزل ؛ د دوى داسې کسانو ته ضرورت ٶ چې ؛ شوروي اتحاد ته (له ماتې ورکولو وروسته ) بيا خنډونه جوړ نه شي کړلاى او دا نکته دوى (غربيانو) ته نهايت مهمه هم وه.
افغان مجاهدينو ته د (پاکستاني حکومت تر نظارت لاندې) کيمپونه جوړ شول ، نظامي تعليم پيل شو ، اداره جوړه شوه او د ډيورنډ له غرغېړنې کرښې هاخوا به يې افغان مجاهدين منظمول او د کرښې دې غاړې ته به يې (د شوروي اتحاد د متجاوزو لښکرو او د هغوى د افغاني ملګرو پر وړاندې) د عملياتو د پاره- را لېږل .
جګړې زور واخيست ، کلي ړنګ شول ، باغونو وسوځېدل ، څه کم دوه ميليونه خلک شهيدان شول ؛ ميليونونه خلک ټپيان او بې کوره شول ؛ لکهونه خلک تري تام ورک شول .
لنډه دا چې ؛ شوروي اتحاد دړې وړې شو او په منځنۍ آسيا کې هم بلا جمهوريتونه _د افغانانو له برکته_ را منځته شول ، پاکسان او ايران د شرقي امپراطورۍ له تاړاک څخه وژغورل شول او کابل هم د مجاهدينو په لاسونو کې پرېووت .
کله چې پر کابل د مجاهدينو بيرغ رپاند شو ؛ نو د غربي ښامار د ((درمند)) وخت هم را ورسېد !
غربيانو فکر و کړ چې ؛ اوس نو بايد دا ((جهادي پديده)) په عامه اذهانو کې منفوره او مردوده شي : ځکه چې څو د مسلمانانو په مينځ کې دا قوت (جهاد) موجود وي ؛ نو د بل قوت کاميابي ور باندې محاله (ناشونې) ده !
غربيانو سم له لاسه په کار لاس پورې کړ او د هغو بوجيو خولې يې وتړلې : چې جهادي رهبرانو ته به يې په لمنو لمنو سره او سپين ترېنه ورکول ؛ دوى هم په يوه او بل باندې د خولو لګول پيل کړل او د کابل پر زړه کې يې په (نه هېرېدونکو) وحشتونو لاسونه پورې کړل .
هغه څه يې تاريخ ته پرېښودل چې ؛ زرګونه کلونه وروسته به هم د چا هېر نشي ؛ د هغو جګړو مهمې مهرې لاندې شپږ کسان وو : ((حکمتيار ، رباني ، مسعود ، مزاري ، دستم او سياف)) د غربيانو طرحه عاقلانه وه ، بلکل هغوى سم کسان انتخاب کړي وو او دا طرحه يې هم ښه موفقه شوه : چې د جهاد او مجاهدينو له نامه څخه د ډېرو نفرتونه را ويښ کړي .
نڅوړ :
غربيانو د جهاد نوم بدول غوښتل او همدا يې ستر هدف ٶ !
غربيانو غوښتل چې جهادي رهبران بايد د دوى د لاسونو آلې وي !
غربيانو غوښتل چې ارپا ته مهاجرتونه زور واخلي : تر څو په راتلونکي کې دوى ته د کار خلک له وخته روزل شوي وي !
غربيانو د کابل ړنګول همداسې او د همدې مجاهدينو په لاسونو غوښتل او بيا يې دا هم هدف ٶ چې ؛ همغه خلک پر چوکيو کښېنوي ؛ تر څو په نړۍ کې تر مجاهدينو بد کسان ثبت نشي !
هغوى دا ثابتول غوښتل ؛ چې که مجاهدين صادق دي ، وچې ډوډۍ خوري ، ښه عبادتونه کوي او سازونه نه پرېږدي ؛ خو د مظلومانو کورونه هم ښه ورانوي ، غلاوې زناوې هم ښې کولاى شي ؛ لکه چې همداسې و هم شول : (سياف) به وچه ډوډۍ خوړله ، خو اوس هغه د (عصمت قانع بريتو) خبره “له ښځو سره کډ کوي غمبر په پارلمان کې”
دا دي په آخر کې همغو سخت دريځو مجاهدينو _د غرب په خوښه _فاحش نظام هم را ووست او تر هر چا يې په دفاع کې وړاندې هم دي !
نو غربيانو غوښتل دا پيغام د نړۍ مسلمانانو او خصوصاً افغانانو ته ورسوي : چې اې مسلمانانو !
دا جهادي يون هسې يوه پروژه ده ، ويې پېژنئ !
اوس دا دى تر ډېره دې شيطاني طرحې ښه مثبته نتيجه هم ورکړې ده ، ډېر پوه خلک دا خبره کوي چې ؛ جهاد نشته ، هسې د نورو د پاره جګړې دي ؛ ځکه چې : تر سياف ښه مجاهد او ښه عالم څوک ٶ ؟ وچه ډوډۍ به يې له اوښکو سره خوړله ؛ خو هغه دى نن (د غرب په نفعه) شرعي فتواګانې هم ورکوي !
نو خوشې کړئ دا لاره او خپل ځانونه و ساتئ !.
مګر هو !
جهادي قافله به همداسې روانه وي ان شاءالله ، دا فقط د ايمانونو تلل ، تور له سپينو جدا کول او هغه تش په نوم مجاهدين شرمول دي : چې له جهادي موقف نه غلته ګټه پورته کوي.
مطمئن اوسئ !
جهاد به مداوم او مجاهدين به سرلوړي وي ان شاءالله .

شریکول

Leave a Reply