جهادي مســیر

14

لیکوال:حمزه حسیني

دا موضوع اګر چې نوې موضوع نه ده ځکه د قران کریم ډیری ایتونه په همدې باره کې نازل شوي او همدارنګه یې زیاتو احادیثو کې ذکر راغلی ده انتخاب مې له دې وجې وکړ تر څو په قلمي جهاد کې حساب شم .
【۱】لغوي تعریف: جهاد مصدر ده له باب مفاعلې څخه او دا باب درې مصادر لري<۱> مُفَاعَلَةً<۲>فِعاَلاً<۳>فِیْعَالاً معنا یې ده د بل په مقابل کې خپل قوت مصرفول یا په بل عبارت صَرْفُ الطَّاقَةِ فِیْ مُقَابَلَةِ الطَّاقَةِ. نو په دې تعریف سره هغه معنا چې بعض فرق یې له جهاد څخه اخلي خارج شوه ځکه هغوی وایې چې جهاد مطلق جهد کوشش او مشقت د الله په لاره کې تېرولو ته وایې او دا معنا یې بالکل نه ده.
【۲】اصطلاحي تعریف: بَذْلُ الْمَجْهُوْدِ فِيْ قِتَالِ الْکُفَارِ مُبَاشَرَةً اَوْ مُعَاوَنَةً بِالْمَالِ اَوْ بِغَیْرِالْمَالِ
مصرفول د خپل پوره طاقت په قتلولو د کفارو کې په لاس (توره ټوپک وغيره) سره یا په ژبه او قلم سره په سبب د مال او غیر مال لکه جهاد بالنفس. دلته دوه خبرې باید مد نظر وساتل شي <الف> څوک به دا سوال کوي چې دلته خو تعریف کې کفار لفظ راغلی نو ملي اردو پولیس او وغيره ددې مرګ به ناروا یې؟
جواب داده چې نه هیڅ کله نه دوی د همدغو کفارو سترګي دي دوی یې وقایې دي کفار یې په منځ کې روان کړي وي او دوی یوې او بلې خواته ترې روان وي چې مبادا زمونږ بادارانو ته تکلیف ونه رسیږي او که څه تکلیف وي هغه به اول مونږ تحمل کوو او بیا به ددغه تکلیف سرایت دوی ته کیږي او همدوی د کفارو قانون چې لغړه ډیمکراسي ده په مسلمانانو پلي کوي نو مرګ یې تر کافرو هم اول ده.
<ب> په تعریف کې هم اول د مال ذکر راغلی او د جهاد په ایتونو کې هم انفاق د مال مقدم ده تر نفس نو مال مصرفول په دې سپېڅلې لار کې افضل او بهتر ده خو البته زمونږ مسلمانان وروڼه په دې لار کې یواځې د زکوة او عشر مال ورکوي دا خو هسې هم د الله جل جلاله حق ده بندګان به یې لازماً ورکوي نه! باید له زکوة او عشر وغيره نه علاوه نور مال د جهاد په لاره کې مصرف کړي تر څو د جهاد ثواب حاصل کړي یواځې په مصرف د زکوة باندې دجهاد ثواب بالکل نه حاصليږي.
تاریخ ته که وکتلی شي صحابه کرامو تل په دې لاره کې محبوب مال مصرف کړی ابوبکر رضي الله عنه یو ځل ټول مال د جهاد په چنده کې ورکړ همدا شان او عمر فاروق رضي الله عنه خپل د کور نیمایي مال د جهاد د پاره په چنده کې ورکړ او عثمان غني رضي الله عنه خو دومره مال د جهاد لپاره ورکړ چې نبي علیه السلام په دغه ورځ له خوشحالي نه د عثمان رضي الله عنه په ورکړل شوي مال کې لاس مبارک واهه او دا الفاظ به ویل چې بَخَّ بَخَّ لِعُثْمَانَ.
【۳】 حکم د جهاد: بعض علماء یې مستحب بولي خو دا مردود او مرجوح قول ده جمهور علماء وایي چې دا مختلف احوال لري په عامو حالاتو کې په ټوله جامعه جهاد فرض کفایي ده خو البته په ځینو حالاتو کې بیا فرض عین ګرځي چې هغه په لاندې ډول دي.
{۱} چې کفار د مسلمانانو په ځمکه تجاوز وکړي نو اول د همدغه هیواد په مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځي او که د هغه هیواد مسلمانان یې کافي نه شول بیا د هغو هیوادونو په غړو فرض عین ګرځي چې دغه مقبوضه هیواد ته نزدې وې او همداسې بیا په بل او بل.
{۲} د نفیر عام په وخت کې هم جهاد په مسلمانانو فرض عین ګرځي نفیر عام ديته وایې چې د مسلمانانو امیر په ټولو مسلمانانو د جهاد کولو امر وکړي.
{۳} چې امیر یو شخص ته ووایي چې ته جهاد ته لاړ شه نو په دغه شخص اوس جهاد فرض عین شو .
علماء کرام وایې له کله نه چې اندلس د کفارو له خوا نیول شوی نو جهاد له هغه وخت نه پر هر مسلمان فرض عین شوی دا چې څوک یې نه کوي مرتکب د ګناه کبیرې ده اندلس هغه لرغونی او تاریخي هیواد ده چې طارق ابن زیا د ۳۰۰ اتلو مجاهدینو په وسیله د الله جل جلاله په کامل نصرت فتحه کړی خو متأسفانه نن هم د کفارو له جانبه مستعمره هیواد ده او دا د مشــهور عالم امام قرطبي رحمه الله مسکن ده نو په اوس وخت کې چې جهاد فرض عین نه شي نو بیا کله؟
البته که جهاد فرض کفایي وي نو بیا په امیر د مسلمانانو دا لازمه ده چې په هر کال کې یو ځل د کفارو ملکونو ته سریه ولیږي او هلته جهاد وکړي تر څو کفار په مسلمانانو د حملو کولو توان پیدا نه کړي خو نن سبا دا د ډیمکراسي ځامن دغه بر حقه جهاد ته دهشتګردي او انتهاپسندي وایې چې دا هم صرف دفاعي جهاد ده اوس دیته حیران یم چې دا دوی ولې دومره د کفارو په غلامی کې ننوتي چې د خپلې خاورې ساتونکو او دفاع کونکو ته دهشتګر وایې دا کفارو چې د مسلمانانو په هیوادونو حمله کړې جواز یې چا ورکړی؟
که بین الملل ورکړی وي نو دا بین الملل خو څه خدای نه ده العیاذ بالله چې د جواز او عدم جواز ټاپې له ده سره دي او که چا د کفارو په مقابل کې یو زنګ وهلی ټوپک راواخیست نو دا به دهشتګردي وي او که کفار په مسلمانانو هر نوعه میزایل او بمونه غورځوي دا به د قانون عملي کول وي او دا به ورته جائز وي نه هیڅ کله نه وخت به راشي ان شآءالله بیا به د حساب میدان ته ستاسو منحوسې څیرې ضرور را کش کاږو.
جهاد په دوه قسمه ده
【۱】دفاعي:دا هغه جهاد ته وایې چې کفار د مسلمانانو په هیواد تجاوز وکړي نو په دې وخت کې جهاد فرض عین هم ده او ديته دفاعي جهاد وایې.
【۲】هجومي یا اقدامي: دا هغه جهاد ته وایې چې مسلمانان د کفارو په ملکونو هجوم وروړي او جهاد شروع کړي ديته هجومي او اقدامي جهاد وایې.
د نبي کریم صلي الله علیه وسلم ټول غزوات اقدامي وو ماسواء له دوه غزاګانو چې هغه یوه د اُحُدْ غزا ده او بله د خندق غزا ده د همدې خندق غزا نه وروسته نبي علیه السلام وفرمایل چې نور به کفار په مونږ حمله نشي کوی بلکې مونږ به ورباندې حملې کوو.
خو جهاد چې کله فرض کفايې وي نو امام شافعي رحمه الله فرمایې چې بیا نفلي عبادت اولي او افضل دی له جهاد کولو نه ځکه جهاد چې حسن لذاته نه بلکې له وجې د غیر نه حسن ګرځېدلی چې هغه فساد ختمول او کلمةالله اوچتول دي خو نور درې واړه امامان په دې عقیده دي چې جهاد اګر که کفايې هم وي له نفلي عبادت غوره ده ځکه نفلي عبادت تر یو معین وخت پورې تعلق نیسي او جهاد کې د مجاهد هر کار عبادت ده تر دې چې خوب یې هم په عبادت کې شمارل کیږي خو د نیت صفا والی پکې لازمي ده.
په آخر کې دا چې د مـرګ تمنا کول دا ناجائز ده خو البته د شهادت تمنا کول سنت د نبي اکرم صلي الله علیه وآله وسلم ده نو باید مونږ ټول د جهاد او شهادت سره مینه پیدا کړو د ملامت کونکو له ملامتیا ونه ډار شو ځکه همدا زمونږ منشور ده چې ایمان ،تقوي، جهاد في سبیل الله.

شریکول

Leave a Reply