تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / حضرت عمر رضي الله سخت وژړل
%d8%ad%d8%b6%d8%b1%d8%aa-%d8%b9%d9%85%d8%b1-%d8%b1%d8%b6%d9%8a-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87

حضرت عمر رضي الله سخت وژړل

رالیږونکی : عرفان

د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه استازې له یوې غزوې نه راغی او هغه ته یې د فتح او کامیابۍ زیری ورکړ، عمر رضی الله عنه ورنه وپوښتل چی څه وخت مو جګړه شروع کړه؟

هغه ورته وویل چی د سهار ختو نه مخکې، هغه بیا وپوښتل چی څه وخت مو جګړه وګټله؟ هغه وویل د ماښام نه لږ مخکې، پدې وخت کې عمر رضی االله عنه سخت وژل تر ردې چې مبارکه ږیره یې لمده شوه.

هغه ورته وویل چی ولې دې وژل ما خو د بریا زیری درکړ او تا وژړل؟

هغه ورته وویل : قسم په خدای چی دښمن هیڅکله زمونږ په مقابل کی دومره اوږد مقاومت نشي کولای، یا له تاسی څه ګناه شوی او یا له ما نه څه ګناه شوی، او زیاته یی کړه چی مونږ د تعداد په ډیروالی او ډیرو وسایلو بریاوی نه ترلاسه کوو بلکه د خپلو ګناهونو په لږ والی او د دښمن ګناهونو په ډیروالی بریا لاس ته راوړو، او که چیرته زمونږ او زمونږ ددښمن د دګناوو اندازه یو شی شي نو هغوی پر مونږ بریا ترلاسه کوی، که هر څومره مو بیا تعدا د هم ډیر وی او هر څومره وسایل هم ولرو.

نو ټول الله ته توبه وباسي چې ګناهونه مو معاف شي ، نو بریاوی په داسی شکل ترلاسه کړی چی هیڅ تمه او توقع به مو نه کیږي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*