تازه مطالب
کور / مطبوعات / تاوده ترخه / خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه
خوږه ترخه

خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه

سرخط:

له پردۍ جګړې ولې خپله لمن ټوله نه كړو؟!

کابل ټکی کام:

بیا ډالر بندیږي.

هیواد:

د پردۍ او بې هدفه جګړې بندول د ولس ارمان دى

کابل ټکی کام:

خو چې دا مشران ژوندي وي نو ولس به دا آرمان ګور ته یوسي.

ویسا:

پاكستان د سيمې بد لوبغاړى دى، خو تر ده ډېر بد لوبغاړي نور دي

کابل ټکی کام:

چې په ډانګ پییلې یې ووایو نو هند او امریکا ده.

ارمان:

د غميزو د سختېدو او درنېدو خبردارئ!!

کابل ټکی کام:

خبردار! د امریکا لیونی سپی راخوشې شوی دی.

 

ویسا:

د ټرمپ كاري ټيم؛ افغانستان او سيمې ته د خطر بل زنګ

کابل ټکی کام:

افغانستان، د ټرمپ د کاري ټیم لپاره تر ټولو ښه قبرستان.

هیواد:

د کندز د قومونو او قبایلو چارو رئیس په چاودنه کې ټپي شوی دی

کابل ټکی کام:

امریکایان خو لا شته چې پاسمان به یې کړي.

انیس:

د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو غونډه د نامعلومو دلایلو له امله ځنډېدلې

کابل ټکی کام:

دلیل یی معلوم دی، او هغه دا چې هر کله یې امریکایی لالا اجازه ورکړه سملاسي به دایره شي.

مقامات محلی:

جنگ در بدخشان توسط استخبارات بیرونى رهبرى مى شود

کابل ټکی کام:

و شما توسط که رهبري میشوید؟ حقیقت باید ګفته شود.

د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور:

په شمال زون کې د لویو ځواکونو د ستراتيژیکو سیالیو جګړه ده

کابل ټکی کام:

او تطبیقونکی یې ته په خپله یې.

سفیر روسیه در کابل:

مسکو با طالبان همکاری نمی‌کند

کابل ټکی کام:

اګر همکاري نکنی، خیر ات نیست.

اصلاح:

ولې د يوه تېر پېر د هېر «دور و تسلسل» بيا احيا؟

کابل ټکی کام:

ځکه چې د آرامۍ راتلو په مخنیوي کې ممد ثابت شي.

ویسا:

د سيمې د حالاتو د خرابوالي پړه ټوله د امريكا پر غاړه ده

کابل ټکی کام:

ایله دې د نښې مینځ وویشتو.

هیواد:

وروستيه عقله، كاشكې چې ړومبى واى

کابل ټکی کام:

چې څوک بې عقله شي نو که عقل یې ړومبی هم شي بیا هم کم عقل دی.

انیس:

افراط له كومه ځايه سرچينه اخلي؟

کابل ټکی کام:

له څاڅکي څاڅکي نه سیلاب جوړویږي *** چې ظلم زیات شي انقلاب جوړیږي.

هیواد:

محترمه ملي شورا دې «كيسې» وګټي!

کابل ټکی کام:

او نورې کیسې ته پریږدي.

پخوانى ولسمشر حامد کرزی:

بهرنيوځواكونو پرافغان خاوره د پاكستان د بريدونو پرړواندي چوپتيا غوره كړې

کابل ټکی کام:

او تاسې غلامانو یې د ولسي خلکو په وژل کیدو چوپتیا غوره کړې.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*