تازه مطالب
کور / مطبوعات / تاوده ترخه / خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه
خوږه ترخه

خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه

هیواد:

سوله! نوې لارې او نوي تحركات غواړي

کابل ټکی کام:

خو په استقلالیت کې نه په غلامۍ کې.

ویسا:

د پنټاګون تكراري سوليدلي راپورونه د څه لپاره؟

کابل ټکی کام:

د نړیوالو، ملتونو او ولسونو د تیرایستلو لپاره.

ارمان:

حكومتداري په معاملو نه كېږي

کابل ټکی کام:

یو عالم ویلي وو چې په ډیران لمونځ نه کیږي، خو یوه کوچي ویل زه خو یې چې کوم کیږي.

ویسا:

د مسخه شوې ډيموكراسۍ انجام!!

کابل ټکی کام:

دوستم بدنام، ایشچي بدنام، باګرام بدنام، اداري فساد بدنام، اربکي بدنام، ولسمشر بدنام، اجرائیه رئیس بدنام، هر څه بدنام بدنام.

اصلاح:

سترې محکمې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو په اړه د ارګ مکتوب رد کړی

کابل ټکی کام:

ماشاء الله! چې دا محکمې ته دومره لوی زړه چا ورکړ؟

ملګري ملتونه:

طالبان باید له قید او شرط پرته د سولې خبرو ته غاړه کېږدي

کابل ټکی کام:

او امریکا هم باید له قید او شرط پرته له افغانستان نه خپلې پښې سپکې کړي.

آژانس رویترز از قول مقامات پولیس آلمان:

دریور قاتل پاکستانی بوده که به تازگی به جرمنی پناهنده شده‌است

کابل ټکی کام:

عذاب خداوندې در صورت پناهنده گان برای المان و تمامی غربیان.

هیواد:

په ترکيه کې د امريکا او ايران ډيپلوماټيکې نماينده ګۍ تړل کېږي

کابل ټکی کام:

یعنی په ترکیه کې شیطان بزرګ او شیطان خورد خپلې ځالې د ضرب مؤمن د ګذارونو له ویرې خالي کوي.

مقامات:

داعش در بخش‌های دور دست کنر مراکز ایجاد کرده‎است

کابل ټکی کام:

البته به همکاري هوایی امریکا.

آرمان ملی:

سوريه چا په وينو سره كړه؟

کابل ټکی کام:

د ولس قاتل خنزیر بن خنزیر بن خنزیر (بشارالثعلب بن حافظ الثعلب بن سلیمان الثعلب)+ شیطان خورد (ایران)+ شیطان بزرګ (امریکا)+ قطبی خرس پوتین+ حزب الشیطان(حزب الله) = طاغوت،  فقاتلوا اولیاء الشیطان ان کید الشیطان کان ضعیفا.

ویسا:

تركيه له امريكا او ناټو سره د ملګرتيا سزا ګالي

کابل ټکی کام:

چې څه کرې هغه به ریبې.

ویسا:

د ولسمشر كورنى سياست؛ د بيا كتنې اړتيا

کابل ټکی کام:

او دا کتنه باید د پخوا په څیر د جان کیري لخوا ترسره شي.

هیواد:

هېواد ته به د قانون واكمني كله راځي؟

کابل ټکی کام:

چې د دغه هیواد اصیل بچي د حاکمیت واګي په لاس کې واخلي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*