تازه مطالب
کور / په کتاب تبصره / (داسلامي نړۍ دستر مشال امام ابوحنيفه رحمه الله نصيحتونه او وصيتونه)کتاب ته کتنه
12231707_432336940296824_2113274052_n

(داسلامي نړۍ دستر مشال امام ابوحنيفه رحمه الله نصيحتونه او وصيتونه)کتاب ته کتنه

سردارخان سيرت

د اسلام دمبارک دين داصولو او قواعدو ستر لارښوودامام اعظم ابوحنيفه (رح) په ژوند، علميت،اخلاقو،پرهيزګارۍ اوټولو کړنو، چې دخپلې لارې پيروانو ته يې پريښي دي،چې زیات  شمېر علماء کرامو او ليکوالو پرې ليکنې کړي دي چې دهر عالم ، مفسر،مدرس،مفتي،عالم اوليکوال په ويناوو،فتواوو،زده کړو او ليکنو کې خپله خپله د اسلامي آرونو(اصولو) دزده کړې اوپيروۍ برخه شته هم دامام صاحب پيروانو او هم دنورو امامانو او مذاهبو لارويانو دامام صاحب فتواوو او لارښوونو ته په درنده سترګه کتلي دي. ډېر دا ډول نظر يات شته چې دخپل مذهب او عقيدې پابند وي، خو دامام صاحب دنظر اوعقيدې مخالفت هم نکوي.

دحنفي اصولو او عامو ذهنونو دلاروښانتيا لپاره ځوان ليکوال مفتي محمدالياس فاتح داسلامي نړۍ دستر مشال امام اعظم ابوحنيفه رحمة الله عليه دنصيحتونو او وصيتونو يوه ټولګه چاپ کړېده، چې د۷ سترو او کره سرچينو (کتابونو) داخيستنې او مطالعې په نتيجه کې يې لوستوالوته دژوند سختې چارې دامام اعظم رحمه الله  په لارښوونه اسانه کړي دي.

دا ټولګه په عام سايز په منځني کاغذ (۷۳) مخونوکې د(الفاتح خپرندويه ټولنه) لخوا خپور او دچاپ چارې يې مکتبة الحرم ترسره کړي دي.

ډالۍ يې دامام صيب دهغو پيروانو په نامه شوې، څوک چې ددې بلې ډيوې ساتونکي وي.   او دليکوال پيژندليک پرې مفتي عبدالقادر قانع کښلی دی.

په ټولګه کې ډېر مسايل دي چې يادونه يې دلته ستونزمنه ده ، خو دومره ويلای شو چې دځوان ليکوال مفتي محمدالياس فاتح درناوی دې ددې کتاب په لوستلو سره وشي، چې په نتيجه کې به زمونږ ذهن په پيچلو مسايلو روښانه او نوموړي ته به اجر او ثواب ورپه برخه شي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*