تازه مطالب
کور / تبصرې / داشرف غنی جګړه ییز تعبیر
ashra ghani، اشرف غنی

داشرف غنی جګړه ییز تعبیر

تبصره

هره هغه ډله ،هېواد او اداره چې دافغانستان دخاوري او ولس دښمنه وي هغه هیڅ وخت دپالیسۍ دبدلون اودوستۍ په نامه دافغانستان په ګټه نه تمامیږي ، هرڅه چې  په هره بڼه ېې کوي دخپلو اهدافو دسرته رسولولپاره ېې کوي.

دنړۍ د ټولو قوتونو او هېوادونو دوستي او دښمني په افغانستان کې ښکاره او  وازمایل شوه چې موږ ېې روسیه او امریکا دواړه په دلیل کې وړاندې کولای شوو.

امریکا افغان مجاهدینو ته سټنګر ورکول ویل ېې روسي ګنشپ دافغان ولس کلي او کورونه بمباروي باید مجاهدین ېې نسکورې کړي او  چې کومه روسې ګڼشپ به نسکوره شوه مجاهدینوبه الله اکبرنعره وکړه چې ولس مو له بمباریو وژغوره.

دادی اوس امریکاېې الوتکې دافغانانو کلي ،کورونه ، جوماتونه ، ودونه او جنازې هم بمباروي خو په دولت کې ټول شریکباڼي وايي امریکا زموږ دوسته ده .

روسان عیاش وو خو په ښارونو او کلوکې ېې عیاشي نه وه خوره کړی او نه چا دعیاشيو خوریدوته پریښودل یواځې دګوتوپه شمیر څوکمونستانو به عیاشي کوله هغه هم دښارونو او ولایاتو په  تالارونوپورې محدودوه له تالارونو بهر نه شو راوتلای.

روسانو پرافغان ولس د ظلم او وحشت چپه مېچنې وګرځولې خو دلس کالو په تیریدوېې دتعلیمي نصاب سره څه کار نه ولرلای ، څوغلامانو ېې چې د (اسکولک چوزوف په څیرڅوجملې یادې کړی وي هغه هم ترې دسکربستو په ویشتلوهیرې شوې.

امریکا دافغان دځوان نسل کلتور بدل کړ،په اروپایی هېوادونوکې د۱۳ کالو په عمر افغان ځوانان منل کیږي، چې داسلام پنځه بناېې یادې وي ، لمونځ کوي او په افغان کلتور ولاړوي دهغه شپې په اروپايی هېوادونوکې نه کیږي .

اشرف غني او دحکومت چارواکي ېې اندیښنه لري چې روسان  بیا افغانستان  ته  طالب مشرانو سره داړیکواو دتورلسته دایستلو په نامه لاسونه را اوږدوي او دا ډول کړنې دافغانانولپاره  دلاسوهنې په معنادي .

موږ دا منو چې انګریزان،روسان،امریکایان ، دناتوهېوادونه پرافغانستان ټول یرغلګر او هغه ګاوانډیان چې دافغانستان دسولې دښمنان دي افغانستان ته ېې لاسونه را اوږدیدل دافغان ولس په تاوان دي

له ۲۰۰۱م کال راپه دې خوا چې په افغانستان کې دناټوټول یرغلګر پوځونه موجودوو هغه وخت هم جګړه روانه وه ، دامریکاپه ویناچې په افغانستان کې ۹۸۰۰ پوځونه پاتي دي اوس هم جګړه روانه ده .

په نورستان کې دوآب او نورګرام ولسوالۍ  د دوه میاشتو راپدېخوا محاصره (کلابندې) دي لوېې لارې ېې تړلي دي په افغانستان کې دامنیت په نامه پاتې امریکایي  او افغان پوځونه ېې دخلاصون توان نه لري.

اشرف غنی هم دخپل خوب عجیبه تعبیرونه کوي څوک چې نه ورته ګوندپاتې دی او نه دجګړې توان لري دهغه سره سوله او نوم ېې له تورلسته ایستل غواړي خو چاچې امریکا په ګونډوکړه سولې ته رابلل ېې  په افغانستان کې لاسوهنه اودیوې بلې جګړې پیل بولي.

امریکا چې افغان مجاهدینوته سپکې درنې وسلې او سټنګر میزایل ورکول هغه ېې دځان  او هم پلوه هېوادونو د دفاع لپاره ورکول خو چې روسان دافغانستان ،ځان او ګاونډیوهیوادونو د دفاع لپاره هڅې کوي  اشرف غني ددې خوب تعبیر جګړه ییز راباسي.

اشرف غني بایدپه موجوده حالاتوکې ډېر پام وکړي  د سیمې ، نړۍ او په ځانګړې توګه له ګاونډیوهېوادونو سره خپلې اړیکې د ملي ګټو پر اساس ښې او دوستانه وساتي.

که اشرف غني دجګړې څخه دخطراحساس لري نوپه افغانستان کې دامریکا دنهوپوځي اډوڅخه بل لوی خطر نه شته  چې موجودیت يې جګړې ته زمینه برابره کړیده حکمتیارخو ارګ ته درسیدوارمان په پوره کیدو دبهرنیودموجودیت له شرطه تیرشو اما طالب  مشران دتیرپه څیر په خپل دریځ ولاړدي  .

تراوسه طالبانو نه ده منلې چې روسانو ورسره اړیکې نیولې دي خو که نیولې ېې هم وي  داپه افغانستان کې دامریکا دغلطو پالیسیونتیجه ده چې روسان طالبانو سره داړیکو په نامه مداخله کوي او یایوځل بیا افغانستان دروسېې او امریکا دسیالیوډګرګرځي..

 

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*