تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دایمان مسایل(۲۸مه برخه) – آيا په تقدير باندې ايمان راوړل ضروري دي ؟
ایمان مسایل

دایمان مسایل(۲۸مه برخه) – آيا په تقدير باندې ايمان راوړل ضروري دي ؟

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

 آيا په تقدير باندې ايمان راوړل ضروري دي

پوښتنه : په کومو شيان باندې چې له ايمان راوړلو پرته بنده مسلمان کيدى نشي، په هغو کې تقدير هم شامل دى، مګر دا معلومه نده چې په تقدير کې څه څه دي؟ يو شمير خلک وايي چې په تقدير کې مرګ، رزق او داسې نور شيان دي، زمونږ چې په کوم تقدير باندې ايمان دى، په هغه کې کوم کوم شيان دي؟ او آيا دا رښتيا دى چې خداى تعالى جل جلاله هر شى له پخوا څخه معلوم کړي دي؟.

ځواب : په تقدير باندې ايمان راوړل فرض دي، او د تقدير مطلب دا دى چې دغه ټول کائنات او د کائناتو يو يو شى الله تعالى جل جلاله پيدا کړي دي، او د کائناتو له پيدا کولو دمخه په الهي علم کې د هر شي يوه اندازه وه، د هغې مطابق ټول شيان په وجود کې راغلل، برابره ده چې په همدغو شيانو کې د انسان اختيار او اراده لره دخل وي او که نه وي، برابره ده که د اسبابو په ذريعه په وجود کې راشي او که له ظاهري سبب پرته راشي ([1]).

د قدر اثبات

له اوګونو مؤمن به شيانو څخه يو ايمان په  قدر دى، په دې هکله داسې ذکر شوي: )لان اصل الايمان الاقرار والتصديق بالاشيا‌ء‌ السبعة المذکورة لقوله  عليه السلام  الايمان ان تؤمن بالله و ملائکته وکتبه ورسله واليوم الاخر وتؤمن بالقدر خيره وشره( ([2]).

ژباړه : ايمان، اقرار او تصديق د الله تعالى په وحدانيت او حقانيت او د ملائکه ؤ په حقانيت، په نازل شويو کتابونو، د پيغمبرانو په رسالت او د آخرت په ورځې  عقيده او باور کول دي، او په دې اقرار او تصديق کول دي چې د خير او شر اندازه د الله تعالى له لوري دی، بعث بعدالموت په حديث کې نه دى ذکر شوى، ځکه چې هغه د قيامت له احوالو څخه دى او د آخرت په ورځې باندې په ايمان راوړلو کې شامليږي، او په ځينې ځايونو کې چې ذکر شوى هغه د بعثت د منکرانو د رد په خاطر ذکر شوى، د هغوی د کثرت په وجه، د قدر د اثبات په اړه د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه او حضرت عمر فاروق رضی الله عنه مناظره په ابوالمنتهي کې ذکر شوې :

روي ان  ابابکرالصديق رضی الله عنه وعمر بن الخطاب رضی الله عنه ناظرا في مسئلة ا لقدر بان ابابکر الصديق رضی الله عنه کان يقول الحسنات من الله تعالى والسيئات من انفسنا وکان عمر يضيف الکل الى الله تعالى فذکرا ذلک لرسول الله صلى الله عليه وسلم  فقال ان اول من تکلم بالقدر من جميع الخلق جبرائيل و ميکائيل علیه السلام فکان جبرئيل يقول مثل مقالتک يا عمر و کان ميکائيل يقول مثل مقالتک يا ابابکر هذا قضائي بينکما ثم قال علیه السلام يا ابابکر لو اراد الله تعالى ان لا يعصى احد لما خلق ابليس عليه اللعنة ([3]).

ژباړه : روايت شوى چې حضرت ابوبکر رضی الله عنه او حضرت عمر رضی الله عنه د قدر په موضوع کې مناظره سره درلودله، حضرت ابوبکر رضی الله عنه ويل چې حسنات (حسنه افعال) د الله تعالى له لوري دي، سيئات بد افعال له نفسونو څخه  را منځته شوي، اما حضرت عمر رضی الله عنه حسنات او سيئات دواړه الله تعالى ته منسوبول چې دواړه د الله تعالى په قدرت سره موجوديږي، دوی دواړو نوموړى جريان د رسول اللهصلی الله علیه وسلم حضور ته وړاندې کړ، رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل لومړى هغه څوک چې د قدر په موضوع کې يې تکلم او خبرې کړې دي  جبرائيل او ميکائيل علیهم السلام دي چې په خپل مينځ  کې سره مختلف وه، د جبرائيل علیه السلام قول د حضرت عمر رضی الله عنه د قول په څير وه او د ميکائيل علیه السلام خبره د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په څير وه، چې وروسته بيا د دوی په  مينځ کې حضرت اسرافيل علیه السلام داسې پريکړه وکړه چې د هر شي اندازه  خير وي او که شر د الله تعالى له لوري  دی، او حضرت محمدصلی الله علیه وسلم حضرت ابوبکر رضی الله عنه او حضرت عمر رضی الله عنه ته وفرمايل چې : دا زما پريکړه ده ستاسو د اختلاف په موضوع کې او حضرت ابوبکر رضی الله عنه ته يې په خطاب کې وويل که چيرته الله تعالى د چا د معصيت اراده نه  لرلاى نو ابليس عليه اللعنة به يې  حتما نه پيدا کاوه.

له پورتني جريان څخه  په وضاحت سره څرګنديږي چې د جناب رسول الله صلى الله عليه وسلم د پريکړه په بناء د خير او شر اندازه د الله تعالى له لوري وي چې له هغه  څخه انکار د خذلان موجب ګرځي، همدا شان رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلې :  )الايمان بالقدر يذهب الهم والحزن( ([4]) .

ژباړه : په قدر باندې ايمان او تصديق غم او پريشاني له مؤمن څخه ليرې کوي، ځکه چې په الهي تقدير باندې د اعتماد په صورت کې انسان له تشويش او پريشاني څخه  نجات پيدا کوي او خوشحاله کيږي.

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١١١، بحواله : مرقاة شرح مشکوة، ج : ١، ص : ١٢٢، کتب الله مقادير الخلائق ….. مرقاة شرح مشکوة، ج : ١، ص : ١٢٢، باب الايمان بالقدر.

([2]) ابوالمنتهي، ص : ٦ – ٧.

([3]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل، بحواله : ابو المنتهي، ص : ۹.

([4]) نور العقائد، ص : ٥٠.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*