تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دایمان مسایل (۲۹مه برخه) آيا له محنت پرته هم قسمت ښه کيدلاى شي ؟
ایمان مسایل

دایمان مسایل (۲۹مه برخه) آيا له محنت پرته هم قسمت ښه کيدلاى شي ؟

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

 آيا له محنت پرته هم قسمت ښه کيدلاى شي؟

پوښتنه : يو شمير خلک وايي چې د کوم سړي قسمت ښه وي نو له محنت پرته هم ښه ګټه کولاى شي، دوى وايي دغه ګټه د ده په نصيب کې وه او د ده قسمت ښه وه، يو شمير نور خلک بيا وايي چې انسان دې محنت وکړي، قسمت هسې هم ورسره دى، له محنت پرته يوازې قسمت نشي ښه کيدلاى، پوښتنه دا ده چې په دغو دواړو کې کومه خبره صحي دى؟.

ځواب : دا خبره صحي ده چې کوم شى په قسمت کې ليکل شوى وي هغه به ورته رسيږي، له هغه زياته نشي ورته رسيدلاى، مګر د حلالې روزي لپاره د محنت کول ضروري دي، د قسمت حال هيچا ته معلوم نه دى، او د حلالې روزي لپاره د شرعي فرايضو پابندي ضروري دى ([1]).

د انسان د حالاتو سبب د هغه عملونه دي

پوښتنه : يو انسان کوم چې د خپل قسمت له امله په هره موقع له ماتې سره مخامخ شوى، يعنې مفلس او ناداره هم دى، غربت ځپلى، له علم سره ډيره مينه لري، مګر علم يې په نصيب کې نشته، خوښي يې ډيره کمه او غمونه يې ډير زيات دي، د مور پلار، وروڼو او خويندو باوجود له محبت او خوښيو څخه بې برخې دى، داسې انسان که په داسې ويلو باندې مجبور شي چې اې الله ! لکه څرنګه چې زه بد نصيبه يم، داسې بل بد نصيبه مه پيدا کوه، د داسې کس په حق کې د داسې الفاظو ويل څرنګه دي؟ که چيرته داسې کس په خپل تقدير باندې صبر کوي، مګر صبر يې نه کيږي نو څه کول ورته پکار دي؟.

ځواب : انسان چې له کوم ډول ناخوالو سره مخ کيږي، دا د هغه د بدو اعمالو نتيجه وي، په دې کې له الله جل جلاله څخه شکايت کول ښکاره خبره ده چې بې ځايه دى، انسان ته د خپلو عملونو سموالى پکار دى، او کوم شيان چې په غير اختياري توګه مخته راځي، په هغو کې د الله تعالى جل جلاله ذاتي غرض نشته دى، بلکې هغه هم د بنده د مصلحت لپاره وي، په هغو کې دا سوچ او صبر کول پکار دي چې په همدغو کې الله تعالى جل جلاله ته زما کومه بهتري او خير منظور دى، له همدې سره سره الله تعالى چې کوم بې شميره نعمتونه ورکړي دي، په هغو کې هم سوچ کول پکار دي او د (الحمد لله علي کل حال) ويل پکار دي ([2]).

د ګناهونو سزا ولې ورکول کيږي کله چې هغه په تقدير کې ليکل شوي

پوښتنه : انسان چې کله دنيا ته راځي نو د هغه په تقدير کې ليکل شوي وي چې دغه ګناه به کوي، او دغه د ثواب کار به کوي، هر کله چې ګناه وکړي نو سزا بيا ولې ورکول کيږي؟.

ځواب : انسان ته د نيکو او بدو عملونو اختيار ورکړى شوى دى، هغه په خپل اختيار سره ګناه کوي، نو ځکه ورته سزا ورکول کيږي ([3]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١١٣، بحواله : سورة التوبة، آية : ٥١، القمر، آية : ٤٩، مرقاة المفاتيح، ج : ١، ص : ١٢٦، باب الايمان باقدر،  شرح العقيدة الطحاوية، ص : ٢٧٦ – ٢٧٧، مشکوة، ص : ٢٤٢، باب الکسب.

([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١١٤، بحواله : سورة الشورى، آية : ٣٠، مشکوة، ج : ١، ص : ١٣٦، باب عيادة المريض، مشکوة، ج : ١، ص : ٢١٢، باب الدعوات في الاوقات، ابو داؤد، ج : ٢، ص : ٣٣٣، کتاب الادب، باب ما يقال عند النوم.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١١٩، بحواله : شرح فقه اکبر، ص : ٥١، شرح العقائد النسفي، ص : ٨١، روح المعاني، ج : ١، ص : ١٣٣، سورة البقرة، آية : ٧.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*