تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دایمان مسایل (۳۱مه برخه ) – دسماع موتی ثبوت –
ایمان2

دایمان مسایل (۳۱مه برخه ) – دسماع موتی ثبوت –

  لیکوال : م، نجم الرحمن فضلی

له مرګ وروسته د بيا ژوندي کيدو آو د سمآع موتى بيآن

له مرګ وروسته له بيا ژوندي کيدو څخه مراد څه دی

پوښتنه : له مرګ وروسته له بيا ژوندي کيدو څخه مراد څه دی؟

ځواب : په قيامت کې به ټول شيان فناه کيږي، بيا به اسرافيل علیه السلام دويمه شپيلۍ پوه کړي نو ټول شيان به دوباره را ژوندي شي، انسانان به هم را ژوندي شي، د حشر په ميدان کې به د الله تعالی حضور ته وړاندې شي، حساب به ترينه اخيستل کيږي، د ښو او بدو کارونو بدله به ورکول کيږي، په کومه ورځ چې دا کارونه تر سره کيږي هغې ورځې ته يوم الحشر د جمع کيدو ورځ، يوم الجزاء او يوم الدين د بدلې ورکولو ورځ او يوم الحساب د حساب ورځ ويل کيږي ([1]).

په قبر کې د مړي لپاره حيات شته او که نه

پوښتنه : اولياء الله او د دين بزرګان په خپلو قبرونو کې ژوندي وي او که نه؟ که چيرته وي نو ولې؟ په حديث شريف کې خو راغلي چې د انبياؤ علیهم السلام او شهيدانو له جسدونو پرته نور ټول خاورې خوري؟.

ځواب : له انبياؤ علیهم السلام او شهيدانو پرته نور داسې حضرات هم شته د کومو جسدونه به چې محفوظ اوسي، له حديث شريف څخه همداسې معلوميږي ([2]).

سماع موتى او د هغې شرعې ثبوت

د اهل السنة والجماعة په نزد سماع موتى ثابته دی، عام مفسرين او محدثين  په سماع موتى باندې جزم او يقين لري، لکه چې د روح المعاني په تفسير کې ذکر شوي :

)وذهب طوائف من اهل العلم الى سماعهم( يعنې د علماؤ  او د علم د خاوندانو زياتره طايفې سماع الموتى مني او هغه يې ثابته ګڼلې )وقال عبدالبر الاکثر على ذلک وهو اختيار ابن جرير والطبري وکذا ذکر ابن قتيبه وغيره والحق ان الموتى يسمعون( ([3]).

ژباړه : عبدالبر ويلي چې زياتره علماء په دې نظر دي چې مړی سماع لري، جرير او طبري هم دا نظر اختيار کړى، او قتيبه وغيره ويلي چې دا نظر حق او ثابت دى، )الميت يسمع خفق انعال الحديث(  ([4]).

ژباړه: مړى د خلکو د پايزارونو آواز اوري، چې له همدې حديث څخه سماع الموتى ثابتيږي )عن انس بن مالک عن النبي صلى الله عليه وسلم قال ان العبد اذا وضع في قبره وتولى عنه اصحابه انه يسمعه قرع نعالهم( ([5]).

ژباړه : له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي: کله چې مړى په خپل  قبر کې کيښودل شي او خښونکي ورڅخه راستانه شي نو يقينا دغه مړى د ستنيدونکو کسانو د پايزار آواز او غږ آوري )عن محمدبن واسع ان الموتى يعلمون بزوارهم وسمع سلامه وانس به ورد عليه( ([6]) .

له محمد ابن واسع څخه روايت دى چې مړي هغه کسان پيژني څوک چې د دوى زيارت کوي او سلام يې اوري او الفت ورسره کوي او د سلام ځواب  ورکوي )لما ثبت من سماع اهل القليب کلامه و توبيخه صلى الله عليه وسلم بهم دل ادراکهم الکلام بحاسة السمع على الجواز( ([7]).

ژباړه : کله چې د اهل قليب له سماع څخه  د رسول اللهصلی الله علیه وسلم کلام او سرزنش ثابت شو نو دا د دې په جواز باندې دلالت کوي چې هغوى د سامعې په حس سره کلام  درک کړ، د سامعه قوه په توسط سره يې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم کلام  درک کړى.

جلال الدين سيوطي رحمه الله  فرمايلي )الميت يسمع( مړى آوري )هل يسمع الميت کلام  الناس وما يقال فيه قال نعم يسمع الميت کلام الناس وثنائهم عليه وقولهم فيه( ([8]).

ژباړه : استفسار او پوښتنه وشوه چې آيا مړى د خلکو خبرې آوري؟ په دې اړه موضوع په  پوره توګه تشريح شوې چې په  پايله کې يې په ځواب کې ويل شوي : هو ! مړی د خلکو خبرې، حمد او ثنا‌ء  او د دوى په حق کې د خلکو اقوال پوره پوره آوري.

)قال اطلع على اهل القليب فقال وجدتم ما وعد ربکم حقا فقيل له اتدعوا امواتا قال ما انتم باسمع منهم ولکن لايجيبون( ([9]).

ژباړه : د بدر په غزوه کې د قريشو د کفارو مشران وژل شوي وه چې شمېر يې څلرويشت کسانو ته رسيده، لکه ابوجهل، اميه بن خلف وغيره او موقتا (د څه موده لپاره) يې هغوى په ميدان جنګ کې د عبرت په موخه  پريښودل چې وروسته يې  بيا د بدر په څا (کوهي) کې وغورځول، وروسته بيا رسول اللهصلی الله علیه وسلم له څو تنو صحابه کرامو رضی الله عنهم سره  د نوموړې څاه (کوهي) غاړې ته  تشريف راووړ، د کفارو مړيو ته يې په خطاب کولو سره وفرمايل : اې کفارو تاسو وليده د الله تعالى حقه او ثابته وعده چې له تاسو سره يې کړې وه، رسول اللهصلی الله علیه وسلم ته وويل شول آيا ته داسې څوک مخاطب ګرځوې چې مړه دي روح نلري او نه آوري؟ رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل تاسو له دوى (مړيو) څخه  ښه اوريدونکي نه ياست، اما دوی ځواب نشي  ورکولاى، البته د دوى نه ځواب يا د دوى د ملامتي له امله دی چې په عذاب باندې مبتلاء دي، او يا دا چې په داسې ځواب باندې قادر نه دي چې ژوندي يې واوري، که نه په حقيقت کې ځواب ورکولاى شي، لکه څرنګه چې په اهل قبور باندې د سلام له حديث څخه معلوميږي چې د هغه شرح او تفصيل په مرقات (باب الاسراء جلد : ٨، ص : ١١) کې ذکر دى، همدا شان ذکر شوي :

)قال مرالنبي صلى الله عليه وسلم بقبور المدينة فاقبل عليهم بوجهه فقال السلام عليکم يا اهل القبور الحديث( ([10]).

ژباړه : له ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دى چې يو ځل رسول اللهصلی الله علیه وسلم د مدينې منورې په يوه مقبره (هديره) باندې تيريدلو، هغوى ته مخامخ شو او وې فرمايل : په تاسو دې سلامتي وي اې د قبرنو خاوندانو ! الله تعالى دې مونږ او تاسو ته بخښنه او مغفرت وکړي، تاسو له مونږ  څخه مخکې تللي ياست او مونږ درپسې يو، له مذکور حديث شريف څخه معلومه شوه چې مړي د خطاب  قابليت او وړتيا لري او آوري، ځکه که چيرته دوی اوريدل ونه کړاى شي نو بيا دوى ته په سلام اچولو باندې کومه ګټه (فايده) نه مرتب کيږي .

شيخ عبدالحق رحمه الله  د لمعات  په ٣ جلد ٣٩٩ صفحه باب حکم الاسراء کې ذکر کړي : د ابن عمر رضی الله عنه حديث  د سماع الموتى او په هغه څه چې دوى ته خطاب کيږي د هغوى د علم په اړه صحيح ، متفق عليه او صريح دى، همدا شان د مسلم شريف په حديث کې راغلي چې مړى د خلکو د پايزار اواز کله چې له دفن کولو وروسته ورڅخه ستنيږي آوري، او د ترمذي په حديث کې راغلي : څه وخت چې حضرت عائشة رضی الله عنها د خپل ورور عبدالرحمن بن ابو بکر د قبر په مکه مکرمه کې زيارت وکړ نو خطاب يې ورته وکړ او وې ويل : که چيرته ستا د وفات په وخت کې حاضره شوې واى ته به مې نه  وې  دفن  کړى، مګر په هغه ځاى کې چې وفات شوى وې که چيرته په هغه وخت کې حاضره شوې  وای زيارت به مې نه وه کړى، نو  هغه چاته چې نه پوهيږي او نه آوري خطاب کول غير معقول دى، او کيداى شي د عبثياتو له جمله څخه وشميرل شي (حال دا چې ياد شوي کسان د عبث او بې ګټې فعل نه مرتکب کيږي  او له  هغه څخه  اجتناب کوي.

)قالت قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ما من رجل يزور قبر اخيه ويجلس عليه  الا استانس به  ورد عليه حتى يقوم( ([11]).

ژباړه : بې بې عائشة رضی الله عنها وويل چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي : نه دى داسې څوک چې د خپل ورور د قبر زيارت وکړي او په هغه باندې کښيني مګر دا چې مړى ورسره الفت کوي او تر هغه  وخته پورې  ځواب ورکوي تر څو يې چې له قبر څخه پورته  شي ( ولاړ شي ور څخه ) .

)قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ما من احد يمر بقبر اخيه المؤمن کان  يعرفه في الدنيا فيسلم  عليه الا عرفه ورد عليه السلام( ([12]).

ژباړه : رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي : نه دى داسې کس چې د خپل  مسلمان ورور په قبر باندې تيريږي چې په دنيا کې ورسره شناخته او معرفې وي او بيا سلام ورباندې واچوي مګر دا چې مړى  د هغه د سلام ځواب  ورکوي او هغه پيژني .

)قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان اعمالکم تعرض على اقاربکم وعشايرکم من الاموات  فان کان خيرا استبشروا وان کان غير ذلک قالوا اللهم لاتمت تهديهم کما هديتنا( ([13]).

ژباړه : حضرت انس ابن مالک رضی الله عنه ويلي چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي : ستاسو اعمال ستاسو اقاربو مړو ته وړاندې کيږي، نو که  چيرته د خير او نيک اعمال وي زيرى ورکوي ورته او که  د شر (ناوړه) اعمال وي مړی وايي لويه  خدايه دوى تر هغه وخته پورې مه وژنې تر څو چې هغوی ته هدايت نوي شوى، لکه چې مونږ ته دې هدايت فرمايلى وه.

)قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لاتفضحوا امواتکم بسيات اعمالکم فانها تعرض على اوليائکم من اهل القبور( ([14]).

ژباړه : حضرت ابوهريرة رضی الله عنه وايي رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل : تاسو په خپلو بدو عملونوسره خپل مړي مه شرموي، ستاسو همدا بد عملونه ستاسو اقاربو (خپلوانو) مړيو د قبرونو خانوندانو  ته وړاندې کيږي )قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان الميت يعرف من يغسله ويحمله ويدليه في قبره( ([15]).

ژباړه : بيشکه مړى هغه کس پيژني څوک چې مړي ته غسل ورکوي، پورته کوي  يې او په قبر کې يې ږدي )عن سعيدبن المسيب قال دخلنا مقابر المدينة مع علي بن ابي طالب رضی الله عنه فنادى يا اهل القبور السلام عليکم ورحمة الله تخبرونا باخبارکم ام تريدون ان نخبرکم قال فسمعنا صوتا وعليک السلام  ورحمة الله وبرکاته يا امير المؤمنين اخبرنا عما کان بعدنا الخ( ([16]).

ژباړه : له حضرت سعيد ابن مسيب رضی الله عنه څخه روايت دى وايي چې مونږ يو ځل له حضرت علي کرم الله وجهه سره د مدينې منورې هديره ته داخل شوو او حضرت علي صاحب  اواز وکړ )يااهل القبور السلام عليکم الخ( له خپل حال نه مونږ ته خبر راکړى او که غواړى چې مونږ خبردرکړو، سعيد صاحب وايي يو اواز مو واوريد چې ويل يې (وعليکم السلام ورحمة الله الخ) مونږ ته د هغه څه په اړه  معلومات راکړى چې زمونږ له مرګ څخه وروسته پيښ شوي، حضرت علي صاحب وفرمايل : ستاسو ښځو ميړونه وکړل او ستاسو مالونه ستاسو وارثانو په خپلو منځونو کې وويشل وغيره …  دا وه د هغه څه  خبر چې له تاسو څخه وروسته واقع شوي او له مونږ  سره وه، اوس د هغه څه په هکله  خبر راکړى چې له تاسو  سره دي، مړيو ځواب ورکړ :زمونږ کفنونه شکيدلي دي او زمونږ پوستکي، ويښتان، غوښې او هډوکي شړيدلي او وراسته شوي، کوم شی چې مو مخکې ليږلی وه (له عملونو څخه) هغه مو وموندل او کوم شی مو چې تر شا پرې ايښی وه تاوان او نقصان مو وکړ او د خپلو اعمالو مرهون يو.

)عن ابي سعيد الخدري رضی الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا وضعت الجنازة فاحتملها الرجال على اعناقهم ان کانت صالحة قالت قدموني وان کانت  غير صالحة قالت  لاهلها يا ويلها اين تذهبون بها يسمع صوتها کل شيئ الا الانسان ولو سمعه الانسان لصعق( ([17]).

ژباړه : له ابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت شوى وايي چې رسول الله رضی الله عنه فرمايلي : کله چې مړى په جنازه کې کيښول شي او سړي يې جنازه په خپلو اوږو باندې واخلي نو که چيرته دا جنازه (مړى) صالح وي وايي مخکې کړی ما (يعنې زر زر مې دفن کړی) او که چيرته غير صالح (شقي) وي نو خپل اهل ته وايي افسوس دى کوم ځاى ته مې وړى، او دا آواز يې له انسان پرته هر شى آوري، که  انسان يې آواز واوري  نو هلاک به شي.

)واستدل به على ان کلام الميت يسمعه کل حيوان  ناطق او غير ناطق الخ الى ان قال لان المتکلم روح و انما يسمع من هو روح مثله( ([18]).

ژباړه : په دې مذکوه حديث سره يې دليل نيولى چې د مړي خبرې او کلام  هر حيوان آوري، برابره خبر ده  ناطق وي که غير ناطق…  ځکه چې خبرې کونکى روح دی، پس هرو مرو به دا خبرې  هغه  څوک آوري  چې د هغه په څير يې روح وي )ولذا قيل اولياء الله لا يموتون ولکن ينقلون من دار الى دار وفيه  اشارة الى ان العرض على مجموع الروح والجسد منهم بخلاف غيرهم ومن في معناهم من الشهداء والاولياء فان عرض الامورمعرفة الاشياء انما هو بارواحهم واجسادهم( ([19]).

ژباړه : په مرقات  کې د هغه حديث په شرح کې چې پکې ويل شوي (الله تعالى په زمکه باندې د انبياؤ د جسدونو خوړل حرام  کړي) داسې ذکر شوي : ځکه ويل شوي چې انبياء  نه مړه کيږي، بلکې له يوه سراى څخه بل سراى ته  نقل کيږي چې په دې سره ديته اشاره ده چې د امورو وړاندې کيدل  د روح او جسد مجموعې ته کيږي، د انبياؤ په حق کې حقيقتا اما پرته له انبياؤ نور کسان داسې نه دي، مګر هغه څوک چې شهداء او اولياء دي، چې په معنى کې د انبياؤ د قريبانو او نزدې خلکو له جمله څخه دي، د امورو وړاندې کيدل او د شيانو پيژندل په روح او د هغه له بدن  سره  د علاقه په صورت  کې  کيږي.

)قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم  ما من ميت يموت يوضع على سريره فيخطاء به ثلث خطواة  الا تکلم بکلام يسمعه من شاء الله الا الثقلين  الانس والجن( ([20]).

ژباړه : حضرت عمر رضی الله عنه وايي  چې رسول الله رضی الله عنه وفرمايل: نشته داسې مړى چې په کټ باندې واچول شي او درى قدمه يووړل شي، مګر دا چې خبرې کوي او غږ کوې داسې خبره چې هغه ټول شيان آوري پرته له ثقلينو (انسانانو او پيريانانو)  څخه، چې له دې څخه په  ډاګه سماع الموتى ثابته شوه )وعن عائشة رضی الله عنها ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال کسر عظم الميت ککسرة حيا( ([21]).

ژباړه : له حضرت عائشة رضی الله عنها څخه  روايت دى چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي : د مړي د هډوکي ماتول لکه د هغه په ژوند کې د هډوکي د ماتولو په څير دي، چې د همدې حديث په شرح کې د مرقات په ٦ حاشيه کې د مشکوة  په مذکوره حواله سره ذکر شوي )ان الميت يتالم و يتلذذ واذى المؤمن في موته کاذاه في حياته(.

ژباړه : بيشکه مړى درد او لذت حس کوي او ورباندې پوهيږي، او مړي ته په مرګ کې ضرر او تکليف رسول هغه ته په ژوند کې د ضرر او تکليف رسولو په څير دي، لکه څرنګه چې ژوندى د تکليف او عذاب، نعمت او لذت حس او درک کولاى شي، همدا ډول مړى هم د لذت او تکليف درک کولاى شي، چې له دې څخه په قبرکې في الجملة د مړي  ژوند او حيات ثابت شو، په دې اړه احاديث، آثار او د علماؤ بې شمېره  او غير محصور اقوال موجود دي ([22]).

 په آيمآن مفصل کې د ذکر شويو شيآنو نه منونکى مسلمآن دى آو که نه

پوښتنه : په ايمان مفصل کې چې د کومو اوه (۷) شيانو ذکر شوی په هغو کې که يو څوک کومه خبره نه مني نو مسلمان بلل کيږي او که نه؟

ځواب : نه ! هيڅکله نه ! تر څو چې د خدای تعالی توحيد، د پغمبرانو علیهم السلام پيغمبري، د الله تعالی کتابونه او د الله تعالی فرښتې، د قيامت ورځ، تقدير او له مړه کيدلو وروسته ژوندي کيدل ونه مني هيڅکله ورته مسلمان نشي ويل کيدی ([23]).

حضرت محمدصلی الله علیه وسلم خو د آسلآم بنيآدي شيآن پنځه بيآن کړل دآ نور له څه معلوم شول

پوښتنه : حضرت محمدصلی الله علیه وسلم خو پنځه شيان د اسلام بنياد بيان کړل، په هغوی کې خو د فرښتو، د خدای تعالی د کتابونو، د قيامت، د تقدير او وغيره هيڅ ذکر نه دی شوی؟

ځواب : په هغو پنځو شيانو کې پر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ايمان راوړل ذکر شوي او څوک چې پر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ايمان راوړي هغه ته د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د ټولو خبرو منل ضروري دي، د خدای تعالی کوم دين چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم راوړی په هغه باندې ايمان راوړل هم ضروري شول، دا ټولې خبرې کومې چې په ايمان مفصل کې ذکر شوې د خدای تعالی له کتاب قرآن مجيد او د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له بيان څخه ثابتې دي ([24]).

([1]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ١٠.

([2]) فتاوى محموديه، ١ : ٥٦٥، بحواله : شرح الصدور في احوال الموتي والقبور، باب نتن الميت وبلاء جسده الا الانبياء ومن الحق بهم، ص : ٢٠٩، وکذا في التذکر للقرطبي، باب : لاتاکل الارض اجساد الانبياء، ص : ١٨٥.

([3])  روح المعاني،ج :٧،ص : ٥٧.

([4])  رواه البخاري، جلد ١، ص : ١٧٨، کتاب  الجنائز.

([5]) رواه البخاري، جلد : ١، ص : ١٨٣، کتاب الجنائز، باب ما جاء في عذاب القبر.

([6])  حاشية طحطاوي، ص : ٣٤٠، حاوي للفتاوى، ج : ٢، ص :١٧٠.

([7]) فتح الباري، ج : ٣، ص : ٢٣٥.

([8]) الحاوي للفتاوي، ج : ٢، ص : ١٧١.

([9])  رواه البخاري، ج :١، ص : ١٨٣، باب عذاب القبر.

([10]) رواه الترمذي، ج : ١، ص : ٢٠٣.

([11]) الحاوي للفتاوى، ج :٢، ص : ١٧٠،  شرح الصدور، ص : ١٣٦.

([12])  الحاوي للفتاوى، ج : ٢، ص :١٧٠، شرح الصدور، ص : ١٣٦.

([13]) الحاوي للفتاوى، ج :٢ ، ص :١٧٠.

([14]) الحاوي للفتاوى، ج : ٢، ص :١٧٠.

([15]) الحاوي للفتاوى، ج : ٢، ص :١٧٠.

([16]) شرح صدور، ص : ١٤٠.

([17]) رواه  البخاري، مشکوة، ص : ١٤٤، باب المشي بالجنازة .

([18]) فتح الباري، ج :٣ ، ص : ١٨٥، باب الجنائز .

([19]) مرقات، ج : ٣، ص : ٢٤١، باب الجمعة .

([20]) شرح الصدور، ص : ٦٣.

([21]) مشکوة، ص : ١٤٩، باب البکاء على الميت.

([22]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل.

([23]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ١٠.

([24]) تعليم الاسلام، دويمه برخه : ١١.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*