تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دحج مسایل (۲۴مه برخه)
سعودی، حج مراسم

دحج مسایل (۲۴مه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلي

د سعی شرطونه

د سعی شپږ شرطونه دي :

(۱) په خپله سعی کول، اګر که يو چا ته ور په شا شوی وي، يا په کوم ځناور باندې يا په سپرلۍ باندې سپور شوی وي، په سعی کې نيابت روا نه دی، مګر دا که يو کس له احرام مخکې بې هوشه شوی وو نو د هغه له لوري دويم کس سعی کولای شي، خو په دې شرط چې د سعی تر وخت پورې په هوش کې رانشي ([1]).

(۲) سعی به له پوره طواف يا له اکثر طواف وروسته وي، خواه طواف نفلي وي، خوا د پاکي په حالت کې وي او که د ناپاکي په حالت کې، که چيرته کوم کس له طواف مخکې يا له څلورو ګردشونو مخکې سعی وکړي نو سعی نکيږي، او که چيرته د طواف له څلورو ګردشونو وروسته يې وکړي نو سعی کيږي ([2]).

(۳) د حج يا عمره احرام په سعی باندې مقدم کول، که چيرته کوم کس له احرام مخکې سعی وکړي نو نه صحي کيږي، ولو که له طواف وروسته وي، او د احرام باقي پاتې کيدل تر سعی پورې ضروري نه دي، بلکې په دې کې تفصيل دا ده چې که چيرته د حج سعی کوي (هغه که قارن وي يا متمع يا مفرد) او له وقوف عرفه مخکې يې کوي نو احرام لرل د سعی په وخت کې شرط دي، او که چيرته له وقوف عرفه وروسته سعی کوي نو احرام باقي ساتل شرط نه دي، بلکې د احرام نه لرل سنت دي، او که چيرته سعی د عمره وي نو د احرام باقي لرل شرط نه دي، خو واجب دي، که چيرته له حلق وروسته سعی وکړي نو دَم واجبيږي او سعی صحي کيږي ([3]).

(۴) له صفا څخه يې شروع کول او په مروه باندې يې ختمول دي، که چيرته يوه کس له مروه څخه شروع کړې وي نو دا ګردش نه شمارل کيږي، بلکې چې صفا ته بيرته راشي نو سعی به شروع شي او له همدې چکر (ګردش) پرته (کوم يې چې له مروه څخه شروع کړی وو) د اوو (۷) ګردشونو کول ضروري دي ([4]).

(۵) اکثره برخه (يعنې په اوو (۷) ګردشونو کې د زياترو کول) سعی کول دي او که چيرته زياتره برخه ونکړي نو سعی نکيږي ([5]).

(۶) د سعی په وخت کې سعی کول، دا د حج د سعی شرط دی، د عمره د سعی شرط نه دی، البته که قارن يا متمع عمره کوي نو د هغه د عمره د سعی لپاره هم شرط دی، او د حج د سعی وخت د حج د مياشتو شروع کيدل دي، د حج په مياشتو کې دننه سعی کول شرط نه دي، البته د حج له مياشتو يې وروسته کول مکروه دي ([6]).

مسئله : د سعی صحي کيدو لپاره نيت شرط نه ده، او نه د سعی په ګردشونو کې اتصال (پيوسته يې کول) شرط دي، بلکې سنت دي ([7]).

مسئله : که چيرته يوه کس د حج احرام تړلی وو او د حج له مياشتو مخکې يې سعی وکړه نو سعی نه صحي کيږي، ځکه چې تر اوسه خو لا د حج مياشتې شروع شوې نه دي، او که چيرته يې د حج د مياشتو له ختميدا وروسته مثلا له طواف زيارت وروسته يې سعی وکړه نو صحي کيږي ([8]).

مسئله : که چيرته يو کس په متفرقه ډول سعی وکړي، يعنې په ورځ کې يو ګردش کوي او په اوو ورځو کې سعی پوره کړي نو سعی کيږي، خو که چيرته له عذر پرته داسې وکړي نو له نوي سره يې کول مستحب دي ([9]).

([1]) احسن المناسک، ص : ۱۱۰.

([2]) احسن المناسک، ص : ۱۱۰.

([3]) معلم الحجاج، ص : ۱۴۵.

([4]) احسن المناسک، ص : ۱۱۱.

([5]) معلم الحجاج، ص : ۱۴۵.

([6]) معلم الحجاج، ص : ۱۴۶.

([7]) احسن المناسک، ص : ۱۱۲.

([8]) معلم الحجاج، ص : ۱۴۶.

([9]) احسن المناسک، ص : ۱۱۲.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*