تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دروژې مسایل (23مه برخه) په روژه کې مور د ماشوم لپاره ډوډۍ ژوولى شي
روژه2

دروژې مسایل (23مه برخه) په روژه کې مور د ماشوم لپاره ډوډۍ ژوولى شي

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په روژه کې مور د ماشوم لپاره ډوډۍ ژوولى شي

پوښتنه : هلک کوچنى ده، که ډوډۍ ورته وژول شي خوړلاي يې شي، له ژوولو پرته يې نشي خوړلاى، که مور د روژې په حالت کې ډوډۍ د هغه لپاره وژويي او کوچني ته يې ورکړي روژه يې مکروه کيږي او که نه؟.

ځواب : کله چې کوچنى له ژوولو پرته ډوډۍ نشي خوړلاى او نه بل نرم شى شته، نو د ګولې ژوول ورته مکروه نه دي، هو ! له ضرورت پرته د ګولې ژوول مکروه دي، همدارنګه که ميړه يا بادار ظالم وي او په خوراک کې د مالګې يا د مرچو په کموالي (يا زياتوالي) باندې خفه کيږي او کنځل کوي نو له همدغې پريشانی څخه د بچ کيدا لپاره که چيرته مالګه وڅکل شي په دې سره په روژه کې کوم خرابوالى نه راځي، په ما لا بد منه کې راغلي چې : چشيدن چيزى يا خاشيدن بى ضرورت در روزه مکروه است وطعام براى طفل خاشيدن در صورت ضرورت جائز باشد ([1]).

د رمضان له روژو پرته په نورو روژو کې کفاره واجبيږي او که نه

پوښتنه : د رمضان له روژو پرته په نورو روژو کې کفاره واجبيږي او که نه؟

ځواب : کفاره يواځې د رمضان المبارک په مياشت کې د روژې په ماتولو سره واجبيږي، له رمضان المبارک پرته د نورو روژو په ماتولو سره اګر که د رمضان روژو قضايي هم وي کفاره نه واجبيږي ([2]).

د لامبلو په وخت کې د اوبو په تيريدلو سره روژه ماتيږي

پوښتنه : آيا د لامبلو په وخت کې په خوله باندې د اوبو په تيريدلو سره روژه ماتيږي او که نه؟.

ځواب : د اوداسه، غسل يا غرغړې په وخت کې که په غلطي سره اوبه تر ستوني تيرې شي روژه ماتيږي، خو په همداسې صورت کې يوازې قضاء لازمه ده، کفاره نشته ([3]).

([1]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٥٨، بحواله : مالابد منه، ص : ٩٨.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٢.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٤، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ٢٠٢، کتاب الصوم، الباب الرابع فيما يفسد وما لايفسد.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*