تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دروژې مسایل (دوه ویشتمه برخه)
روژه2

دروژې مسایل (دوه ویشتمه برخه)

لیکوال: م ، نجم الرحمن (فضلي)

که چيرته په ستوني کې وينه ولاړه شي روژه ماتيږي

پوښتنه : که چيرته يو کس روژه دار وي، له وريو څخه يې وينه راشي او له ستوني تيره شي په همدې صورت کې په روژه باندې کوم اثر پريوځي که نه؟ په ځانګړې توګه د نيت په حالت کې؟.

ځواب : که چيرته يقين وه چې وينه له ستوني تيره شوه نو روژه فاسديږي، بيا يې نيول ضروري دي ([1]).

د روژې په حالت کې په شرمګاه کې دواء ساتل څرنګه دي

پوښتنه : که له روژه ماتي وروسته يوه ښځه د ناروغي له امله دواء په کوم شي کې وتړي او په شپه کې يې په خپله شرمګاه کې کيږدي او په دويمه ورځ يې له روژه ماتي وروسته را وباسي، يا يې د روژې په حالت کې د ورځې کيږدي او له روژه ماتي وروسته يې را وباسي، نو په دغو دواړو صورتونو کې په روژه باندې کوم اثر پريوځي او که نه؟.

ځواب : د روژې له شروع کيدا دمخه د فرج په داخل کې په ايښودل شوې دواء سره روژه نه فاسديږي، هو ! د روژې په حالت کې په ايښودل شوې دواء سره روژه ماتيږي، په فتاوى تيميه کې راغلي چې )مسئله : فی امراءة تضع معها دواء وقت المجامعة (الی قوله) وهل اذا بقی ذلک الدواء معها بعد الجماع ولم يخرج يجوز لها الصلوة والصوم بعد الغسل ام لا؟ الجواب : اما صومها وصلاتها فصحيحة وان کان ذلک فی جوفها( ([2]).

که د رمضان په مياشت کې د يو چا روژه ماته شي

پوښتنه : د رمضان په مياشت کې که د يو چا روژه ماته شي هغه ته بيا خوراک څښاک کول روا دي که نه؟

ځواب : نه ! بلکې پر هغه لازمه ده چې تر ماښامه پورې له خوراک څښاک څخه ځان وساتي!

همدا شان که مسافر په ورځ کې کور ته راشي، يا نابالغ هلک بالغ شي، يا حيضه نفاسه پاکه شي، يا ليونی جوړ شي نو په دغو ټولو خلکو باندې په پاتې ورځ کې د روژه دار په څير ځان ساتل واجب دي ([3]).

په روژه کې په مخصوص ځاى کې د دواء په کيښودلو سره روژه ماتيږي

پوښتنه : يو شمير دواګانې داسې دي کومې چې په مخصوص ځاى کې ايښودل کيږي له طهر وروسته، کومې ته چې د طب په اصطلاح کې شياف ويل کيږي، پوښتنه دا ده چې د همداسې دواء په استعمال سره په روژه باندې کوم اثر پريوځي او که نه؟.

ځواب : د روژې په حالت کې دا عمل صحي نه ده، په دې سره روژه ماتيږي ([4]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٤، بحواله : درمختار مع الشامي، ج : ٢، ص : ٣٩٤، باب مايفسد الصوم وما لايفسد.

([2]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٥٦، بحواله : فتاوى تيميه، ج : ١، ص : ٦٠.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٢.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٤، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ٢٠٤.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*