تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دروژې مسایل (یو ویشتمه برخه)
روژه2

دروژې مسایل (یو ویشتمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

که په هيره خوراک او څښاک کوونکى قصدا خوراک څښاک وکړي

پوښتنه : فرض يې کړه زيد په هيره خوراک څښاک وکړل، وروسته ور په ياد شول چې روژه يې ده، اوس هغه داسې ګمان وکړ چې روژه يې له منځه ولاړه، يو څه خوراک او څښاک يې نور هم وکړ، آيا په داسې صورت کې کفاره هم شته او که نشته؟ همدارنګه که يو چا د قي له کولو وروسته خوراک څښاک وکړ نو حکم يې څه ده؟.

ځواب : که يو چا په هيره خوراک څښاک وکړل او داسې ګمان يې وکړ چې روژه يې له منځه ولاړه، وروسته يې قصداً خوراک څښاک وکړل نو قضاء يې واجبيږي، همدارنګه که يو چا قي وکړ، او بيا يې دا ګمان وکړ چې روژه يې ماته شوه، بيا يې نور خوراک او څښاک هم وکړ، په دې صورت کې قضاء واجب ده، کفاره واجب نه ده، خو که چيرته دا مسئله ورته معلومه وه چې د قي په کولو سره روژه نه ماتيږي او بيا يې هم خوراک او څښاک وکړ نو په دې صورت کې د هغه په ذمه قضاء او کفاره دواړه لازم دي ([1]).

د ټي بي ناروغ لپاره د روژې حکم

پوښتنه : په يوه کور کې د ټي بي ناروغ دى، کم زيات شپږ مياشتې کيږي چې تر درملنې لاندى دى، له دې دمخه يې يوه ايکسره اخيستل شوې وه، په کومه کې چې د سګو د خرابوالي خبره شوې وه، وروسته تقريبا څلور مياشتې پس دويمه ايکسره وشوه، په هغې کې يو څه ګټه معلومه شوه، او د يوه ښه مسلمان حکيم دواء ورته جاري ده، د حکيم خبره دا ده چې روژه به نه نيسي، په داسې صورت کې شرعي حکم څه ده؟.

ځواب : د ټي بي ناروغ ته د نقصان رسيدو د انديښنې له امله که يو حاذق او مسلمان ډاکټر د روژې نه ساتلو خبر وکړي د هغه د خبرې مطابق عمل کول پکار دي، خو ډاکټر به خاذق او عالم وي، لهذا د هغه رأيه معتبره ده ([2]).

په کومو صورتونو کې قضاء او کفاره دواړه واجبيږي

پوښتنه : په کومو صورتونو کې قضاء او کفاره دواړه واجبيږي؟

ځواب : د رمضان په مياشت کې روژه نيول او بيا !

(۱) قصداً د يوه داسې شي خوړل چې د عذاء، دواء، يا د خوند اخيستو لپاره کارول کيږي.

(۲) قصدا کوروالی کول.

(۳) د رګ له وهلو او د سترګو له تورولو وروسته په دې ګمان چې روژه ماته شوه خوراک څښاک کول!

په دې صورتونو کې قضاء او کفاره دواړه واجبيږي ([3]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٣، بحواله : درمختار مع الشامي، ج : ٢، ص : ٤٠١ – ٤٠٢، فتاوي عالمګيري، ج : ١، ص : ٢٠٦، کتاب الصوم، الباب الرابع فيما يفسد وما لايفسد ومما يتصل بذلک مسائل.

([2]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٥٧، بحواله : عالمګيري، في الاعذار التي تبيح الافطار، ج : ١، ص : ٢٠٧.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧١.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*