تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دروژې مسایل (۲۴مه برخه) د غاښ وينه د روژې فاسده وونکې ده او که نه؟
روژه

دروژې مسایل (۲۴مه برخه) د غاښ وينه د روژې فاسده وونکې ده او که نه؟

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د غاښ وينه د روژې فاسده وونکې ده او که نه

پوښتنه : د روژې په حالت کې که له غاښ څخه وينه راغله او تر ستوني تيره شوه، د روژه قضاء او کفاره شته او که نه؟.

ځواب : که چيرته وينه کمه وه او د لياړو غلبه پرې زياته وه نو روژه نه فاسديږي، هو ! که چيرته د وينې خوند په ستوني کې محسوس شو نو روژه ماته شوه، همدارنګه که وينه له لياړو سره برابره يا زياته وه نو هم روژه فاسديږي، يوازې قضائي راوړل يې واجب دي ([1]).

په دې هکله په آپکی مسايل اور انکا حل کې ليکل شوي :

پوښتنه : که د رمضان په مياشت کې له خولې وينه راشي او هغه تيره کړى شي، په داسې صورت کې يو شمير خلک وايي چې روژه باقي نه پاتې کيږي، آيا رښتيا په همدې سره روژه له منځه ځي؟.

ځواب : که چيرته وينه له خولې څخه راوتلې وه او هغه له لياړو سره تيره کړى شي نو روژه ماتيږي، البته که چيرته د وينې اندازه له لياړو کمه وه او په ستوني کې د وينې خوند محسوس نشو نو روژه نه ماتيږي ([2]).

همدارنګه ليکل شوي :

پوښتنه : که چيرته له غاښ څخه د کوم لامل له امله وينه را ووزي نو په دې سره روژه او اودس ماتيږي که نه؟.

ځواب : اودس د وينې په وتلو سره ماتيږي، او په روژه کې تفصيل دا ده چې که چيرته وينه له ستوني ښکته ولاړه نو روژه ماتيږي او که نه ولاړه نه ماتيږي ([3]).

که چيرته په روژه کې په هيره خوراک څښاک وکړى شي روژه نه ماتيږي

پوښتنه : که چيرته په روژه کې په غلطي سره اوبه وڅښل شي يا بل شى وخوړل شي او فکر کې يې نه وي چې روژه يې ده، خو وروسته ور په ياد شي چې د ده خو روژه ده، نو په داسې صورت کې څه کول پکار دي؟.

ځواب : که چيرته په هيره خوراک څښاک وکړى شي نو په دې سره روژه نه ماتيږي، هو ! که چيرته په خوراک کې ور په ياد شي نو سمدستي دې خوراک پريښودل شي، او که چيرته يې روژه په ياد وه خو په غلطي سره يې اوبه تيرې شوې نو روژه فاسديږي ([4]).

د غاښ په ويستلو روژه له منځه ځي او که نه

پوښتنه : په رمضان کې غاښ وويستل شو، وينه جاري شوه، او د روژې په حالت کې ستوني ته هم ولاړه، روژه فاسده شوه او که نه؟.

ځواب : چې وينه خيټې (نس) ته ولاړه شي نو د روژې قضائي راوړل لازمي دي ([5]).

([1]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٥٨، بحواله : فتاوى عالمګيري، ج : ٢، ص : ١٣١، درمختار مع الشامي، ج : ٢، ص : ١٣٤.

([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٨، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ٢٠٣، کتاب الصوم، الباب الرابع فيما يفسد وما لايفسد.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٨٤، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ١٠، هنديه، ج : ١، ص : ٢٠٣، کتاب الصوم، الباب الرابع فيما يفسد وما لايفسد.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٥، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ٢٠٢، کتاب الصوم، الباب الرابع.

([5]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٥٩، بحواله : شامي، ص : ١٣٤.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*