تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دزکات مسایل (۳۱مه برخه)
زکات _477599035770614_53263256_n

دزکات مسایل (۳۱مه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلی)

يوه پوښتنه او د هغې ځواب

پوښتنه : له يوه کس سره يو لک افغانۍ دي، په همدې روپيو يې يو ټيکسي موټر واخيست، يو کال وروسته ګټل شوې روپۍ څلويښت زره دي، اوس زکوة په څومره روپيو کې باندې واجبيږي؟.

ځواب : که چيرته موټر د خرڅولو په نيت نه وي اخيستل شوى، بلکې د ګټې کولو لپاره اخيستل شوى وي نو د کال له تيريدو وروسته يوازې د څلويښت زرو زکوة دې ورکړى شي، موټر د ګټې کولو لپاره ذريعه دى، په هغه باندې زکوة نشته.

او که چيرته له همدغه کس سره د موټر له ګټل شويو روپيو پرته څه روپۍ يا زيورات نه وه نو د هغو د زکوة کال له هغې ورځې شروع شوى په کومه ورځ چې د موټر ګټه د دوه پنځوس نيمو تولو سپينو ماليت ته رسيدلې وي.

همدا رنګه ليکل شوي :

په همدې ډول موټرونو کله چې ګټه ترلاسه کړى شي او د نصاب اندازې ته ورسيږي نو د کال له تيريدو وروسته په هغه باندې زکوة راځي، يوازې په موټرونو باندې زکوة نه راځي، ځکه چې دا د ګټې کولو لپاره اسباب دي، په هغو باندې زکوة نه راځي، مګر دا خبره شته چې يو شمير خلک په دې نيت موټر اخلي چې که کومه ښه موقع ورته پيدا شي، يعنې که ښه ګټه په لاس ورځي نو موټر به خرڅوي او همدا يې ګوا که کار وبار دى، همداسې موټر په حقيقت کې د تجارت مال دى او د هغه په قيمت باندې زکوة واجب دى ([1]).

يوه پوښتنه او د هغې ځواب

پوښتنه : (١) که چيرته له کوم کس سره دوه يا درى ټرکونه (لارۍ) موټر وي او هغه يوازې په يوه لارۍ باندې کار کوي نو آيا د همداسې لارۍ په آمدن باندې زکوة واجب دى او که بذات خود د ټول ټرک (لارۍ) په قيمت باندې زکوة واجب دى؟.

(٢) آيا د کرايه د کور او د کرايه د لارۍ حساب يو دى او که څه فرق (توپير) پکې شته دى؟.

ځواب : (١) هغه لارۍ که چيرته د خرڅيدا لپاره نه وي نو په هغې باندې زکوة نشته، او د هغې آمدن که چيرته د نصاب اندازه ته يعنې (د دوه پنځوس نيمو توله سپينو قيمت) ته ورسيږي او له حاجت اصليه څخه زيات مال ټول کال پاتې شي نو په هغه باندې زکوة لازميږي.

(٢) د دواړو حال يو دى کوم چې په لومړي ځواب کې ذکر شو ([2]).

همدا رنګه ليکل شوي:

د ټرک (لارۍ) په ذريعه چې کومه ګټه کيږي په هغې کې زکوة شته او د ټرک (لارۍ) په قيمت کې زکوة نشته )فارغ عن الدين وعن حاجته الاصلية کثياب المحتاج اليها لدفع الحر والبرد وکالنفقة ودور السکنى وآلاة الحرب والحرفة( ([3]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٢١ – ١٢٢، بحواله : خلاصة الفتاوى، الفصل الخامس فى زکوة المال، ج : ١، ص : ٢٣٧، البناية في شرح الهداية، ج : ٤، ص : ١٩، کتاب الزکوة، فتاوي عالمګيري، ج : ١، ص : ١٧٩، کتاب الزکوة، الباب الثالث في زکوة الذهب، الفصل الثاني في العروض، الهداية مع شرح البناية، ج : ٤، ص : ٨، شامي، ج : ٢، ص : ٢٧٢، کتاب الزکوة.

([2]) فتاوى محموديه، ج : ٢٢، ص : ٣٠٥ – ٣٠٦، رجل اشترى جوالقها بعشرة آلاف درهم ليؤجرها من الناس، فحال عليه الحول، لا زکوة عليه فيها، لانه اشتراها للغلة لا للمبايعة فلا تجب الزکوة …. وکذلک الجواب في الابل الحمالين، والحمر المکاريين لما قلنا، الفتاوى الولوالجية، کتاب الزکوة، الفصل الثاني، ج : ١، ص : ١٨٦، وکذا في خلاصة الفتاوي، کتاب الزکوة، الفصل السادس، ج : ١، ص : ٢٤٠، وکذا في الفتاوى التاتار خانية، کتاب الزکوة، الفصل الثالث، ج : ٢، ص : ١٨٢.

([3]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ١٦١، بحواله : طحطاوي، ص : ٣٨٩، کتاب الزکوة، شامي، کتاب الزکوة، ج : ٢، ص : ٨٧٧.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*