دغښتلي بدن دپایښت لارښوونې

89

ډاکټر فصیح الله

انسان فطرتا غواړي چې بدن ېې غښتلی وي اود بدن هراندام ېې ترنوروښکلی اودهراړخیز کار وړتیا ولري چې د دا ډول بدن د رامنځ ته کولواوساتلو لپاره روغتیاپوهانو دلازموویټامیني اوپروتینې موادو ډکوخوراکونو سپارښتنې کړیدی ، که یوانسان وتوانیږي له هره پلوه ګټور خوراک وکړي تل به ېې بدن غښتلي، ښکلي اودهر مرض مقابله کوونکی وي خو د دا ډول ګټورو خوراکونو وختونوته پاملرنه لازمي ده ډیرګټور خوراکونه شته چې دشپې له پلوه خوراک ېې انسان ته دګټې پرځای تاوان رسوي.

دانسان بدن څلور ډوله خوراک ته اړتیا لري یوه دبدن دغښتلتیا غذاده (خوراک) ده چې دانسان بدن ورته د ژوند کولو د دوام اړتیالري چې باید د تل لپاره ګټورخوراک وکړل شي څو بدن ېې د تل لپاره غښتلی پاتې وي.

دوېم هغه ډول خوراک دی چې دچاغښت مخه ېې نیسي خو دبدن په سالم ساتلوکې مرسته کولای شي که یو انسان دتل لپاره له پریوتینو اوویټامینو ډک خوراک وکړی بدن ېې چاغیږي  چې دبدن زیات چاغښت دپنځه ډوله خطرناکومرضونوسبب ګرځی.

درېم ډول خوراک سره دانسان بدن چاغ نه وي خو غښتلی اوښکلی وی چې اوس په نړۍ کې تر اویاسلنې زیات وګړي چې له چاغښته څخه ځان ساتی کوښښ کوي چې بدن ېې چاغ نه وي خوښکلا بایدولري چې د دا ډول بدن غوښتونکوشمیره ورځ په ورځ زیاتیږي.

څلورم ډول خوراک سره دانسان د بدن دغښتلتیا ترڅنګ دماغو ته ګټه رسیږي چې دانسان په ژوندکې ترټولولومړې اړتیا د دماغو سالمتیاته ده  دیو انسان دماغ چې سالم وي هغه به داړتیا وړ ټول کارونه په پوره ډاډ سره سرته ورسوي، په یادو ټولوخوراکونوکې کیلې،انار،مڼې،پنیر،چنغوزي اوتازه سبزي پوره مرسته کولای شي.

هغه څه چې تل دانسان ته ګټه رسوي او دهرمرض لپاره درمل ګرځیدلې دی هغه شهد دي پخوانوحکیمانو به په شهدوکې د نورو ګټورو توکو په ګډون بیلا بیل درمل جوړول او د مرضونودرملنه به ېې پرې کوله .

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ