تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دلمونځ مسایل(۳۱مه برخه) ـ دمسلمانانو قبله کومه ده ؟ ـ
لمونځ 2

دلمونځ مسایل(۳۱مه برخه) ـ دمسلمانانو قبله کومه ده ؟ ـ

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلی)

د مسلمانانو قبله کومه ده

پوښتنه : د مسلمانانو قبله کومه ده؟

ځواب : د مسلمانانو قبله خانه کعبه شريفه ده، کومه چې په مکة المکرمه کې په مسجد حرام کې د برکت يوه کوټه ده، چې ورته کعبة الله، بيت الله او بيت الحرام هم ويل کيږي ([1]).

کعبه شريفه کوم لور ته ده

پوښتنه : کعبه شريفه کوم لور ته ده؟

ځواب : په هندوستان، پاکستان، برما، بنګال او په ځينو نورو هيوادونو کې قبله د لمر پريوتو لور ته ده.

که يو ناروغ خپل مخ د قبلې لور ته نشي ګرځولاى

پوښتنه : که يو ناروغ خپل مخ د قبلې لور ته نشي ګرځولی نو څه به کوي؟

ځواب : که له ناروغ سره داسې څوک نه وي چې د ده مخ د قبلې لور ته وګرځوي، يا ورته د مخ په ګرځولو سره کوم تکليف رسيږي نو چې هر لور ته يې مخ وي هغه لور ته دې لمونځ وکړي.

د ژبې پر ځاى په زړه کې د قرائت کول

پوښتنه : د ژبې په ځای په زړه سره قرئت کول صحي دي او که نه؟

ځواب : نه ! ځکه په ژبې سره قرئت کول لازمي دي ([2]).

د سمت قبله مطلب

پوښتنه : د لمانځه کولو په وخت کې د کعبه شريفې تعين د مغرب لوري ته کيژي، هر کله چې دا ضروري نه ده چې د دنيا د هرې برخې لپاره دې دا اصول درست وي، که چيرته دا اصول يوازې د دې لپاره وضع شوي وي چې ټول مسلمانان يوه لوري ته سجده وکړي نو بيا په لمانځه کې داسې ويل تر کومه حده صحي دي : چې زما خ دې د کعبه شريفې لوري ته وي، کله چې زمونژ يقين دى چې زمونژ مخ د مغرب لوري ته دى؟.

ځواب : داسې نه ده چې د ټولې دنيا مسلمانان هغه که هر چيرته اباد وي نو د مغرب لوري ته مخ کوي، په اصل کې مونژ ته په لمانځه کې دننه د مغرب لوري ته د مخ کولو حکم شوى دى، د هندوستان، پاکستان او افغانستان په لحاظ چونکه کعبه شريفه د مغرب لوري ته ده، له همدې امله د دغو ځايونو اوسيدونکي د مغرب لوري ته مخ کوي، مګر کوم خلک چې په مغربي هيوادونو لکه په يورپ، امريکه او نورو ځايونو کې اوسيژي هغوى د لمانځه په وخت کې د مغرب پر ځاى د مشرق لوري ته مخ کوي، د مدينې منورې اوسيدونکي د جنوب لوري ته مخ کوي او د جنوبي افريقه خلک د شمال لوري ته مخ کوي، لنډه دا چې اصل شى کعبې شريفې ته مخ کول دي، هغه چې په کوم لحاظ سره د هغې لور ته وي هماغه لور ته مخ کيژي ([3]).

([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه.

([2]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٢.

([3]) فتاوى عثماني، ١ : ٣٦٨، دا فتوى د (البلاغ) د کال ١٣٨٧ د ربيع الثاني له شماره څخه را اخيستل شوې ده.

([4]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٢.

([5]) فتاوى محموديه، ٥ : ٥٢٩، بحواله : قوله تعالى (وحيث ماکنتم فولوا وجوهکم شطره) التنوير مع الدرالمختار وردالمحتار، کتاب الصلوة، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٤٢٧ – ٤٣٢، الفتاوى العالمګرية، کتاب الصلوة، الفصل الثالث في استقبال القبلة، ج : ١، ص : ٦٣.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*