تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / دلمونځ مسایل (۳۰مه برخه) – د استقبال قبلې څه معنا ده؟ –
لمونځ3

دلمونځ مسایل (۳۰مه برخه) – د استقبال قبلې څه معنا ده؟ –

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د استقبال قبلې معنى

پوښتنه : د استقبال قبلې څه معنا ده؟

ځواب : د استقبال قبلې معنا ده قبلې ته مخ کول.

په لوړ آواز د قرائت کولو اندازه څومره دى

پوښتنه : په لوړ غږ سره د قرئت کولو اندازه څومره ده؟

ځواب : کمه اندازه يې دا ده چې ورته نږدې سړی يې غږ واوري او په پټه د لوستلو اندازه دا ده چې خپلو غوږونو ته يې آواز ورسيږي ([1]).

که چيرته مسافر ته قبله معلومه نه وي

پوښتنه : که چيرته مسافر د سفر پر مهال په يوه داسې ځاى کې قيام وکړي چيرته چې د قبلې لورى نه معلوميژي نو بيا څه حکم دى؟.

ځواب : لومړى دې له چا پوښتنه وکړي، که چيرته هلته څوک ښودونکى نه وي نو په خپله دې سوچ وکړي، له غور او فکر وروسته کوم لوري ته چې د ده ميلان وو چې قبله همدې لوري ته ده هماغه لوري ته دې لمونځ وکړي ([2]).

چې په زوره قرائت پکې ويل کيژي هغو لمنځونو ته څه ويل کيژي

پوښتنه : هغو لمنځونو ته چې په زوره پکې قرئت ويل کيږي څه ورته وايي؟

ځواب : ديته جهري لمنځونه وايي ([3]).

قبلې ته د مخ ګرځولو مطلب

پوښتنه : د دې خبرې مطلب څه دی چې قبلې ته مخ کول شرط دي؟

ځواب : مطلب يې دا دی چې له قبلې پرته بل لور ته لمونځ نه کيږي ([4]).

که په بحري جهاز کې قبله معلومه نشوه

پوښتنه : په جهاز کې دننه که چيرته قبله معلومه نشوه نو بيا کوم لوري ته د مخ په ګرځولو سره لمونځ کول پکار دي؟ يو صاحب فرمايي که چيرته کومه آبادي تر سترګو شي نو د هغې ښي لوري ته دې مخ  وګرځول شي او لمونځ دې اداء کړى شي، آيا دا خبره صحي ده؟.

ځواب : د قبله نما يا قطب نما په ذريعه دې معلومه کړي، که چيرته څوک ښودونکى نه وي، نو غور دې وکړى شي کوم لوري ته چې قبله معلومه شوه هماغه لوري ته دې لمونځ اداء کړى شي، د آبادي لوري ته مخ کول غلط دي ([5]).

چې په پټه قرائت پکې ويل کيژي هغو لمنځونو ته څه ويل کيژي

پوښتنه : هغو لمنځونو ته چې په پټه پکې قرئت ويل کيږي څه ورته وايي؟

ځواب : ديته سري لمنځونه وايي ([6]).

([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦١.

([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٤٢، بحواله : البدائع الصنائع، ج : ١، ص : ١١٨.

([3]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦١.

([4]) تعليم الاسلام، دريمه برخه.

([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٤٥، بحواله : عالمګيري، ج ١، ص : ٦٤.

([6]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٢.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*