دلمونځ مسایل (۴۲مه برخه) – د غلا په جامو کې د لمانځه کولو حکم –

175

د غلا په جامو کې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : زياتره خياطان کپړه غلا کوي او بيا په هغې کې خولۍ او واسکټونه جوړوي، په دې کې د لمانځه کولو حکم څه دى؟.

ځواب : دا کار حرام دى، په داسې جامو کې لمونځ کول مکروه دي ([1]).

په لمانځه کې په ژيره او جامه باندې لوبې کول

پوښتنه : امام صاحب لمونځ کوي، مګر د لمانځه له شروع کولو وروسته خپل لاس په ژيره او مخ باندې تيروي او بار بار خپلې جامې سموي، په لمانځه کې د داسې حرکتونو کول څرنګه دي؟ لمونځ مکروه کيژي او که نه؟.

ځواب : امام ته له داسې بيکاره حرکتونو څخه ځان ساتل پکار دي، په دې سره لمونځ مکروه کيژي او په عمل کثير سره د لمانځه د فاسديدو نوبت هم راځي، لهذا له داسې عبث کارونو څخه امام او لمونځ کونکو ته د ځان ساتل ضروري دي ([2]).

په تنګه جامه کې لمونځ کول مکروه دي

پوښتنه : نن صبا پر غرب مينې ښځې داسې تنګې جامې اغوندي په کومو کې چې د هغوى د پټو اندامونو صورت او شکل ښکاره تر سترګو کيژي، آيا دا ډول ښځو ته د خپلو اعضاؤ ليدل روا دي؟ او هغوى ته کتل روا دي او که نه؟ او آيا په داسې جامو کې لمونځ صحي دى؟.

ځواب : د داسې تنګو جامو اغوستل په کومو کې چې پټ اندامونه د شکل او صورت په ډول ښکاره تر سرتګو کيژي حرام دي، او په همدې ډول پټو اندامونو ته کتل هم حرام دي او ورته کتل هم حرام دي، اګر که له شهوت پرته وي، دا ډول جامه که چيرته دومره پيړه (غټه) وي چې په هغې د پدن رنګ نه تر سترګو کيژي نو په داسې جامه کې اګر که فرض لمونځ اداء کيژي، مګر په حرامه جامه کې لمونځ مکروه او واجب الاعاده وي، د ښځو په پرتله د نرانو تنګ پتلون ډير خطرناک دى، ځکه که ښځه تنګه جامه په څادر يا ټيګري کې پټه کړي نو په هغې کې کراهيت نشته دى ([3]).

په پتلون کې لمونځ کول

 پوښتنه : د پتلون اغوستلو په وخت کې (کوم چې د انګريزانو لباس دى) لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : په کوم ځاى کې چې د پتلون اغوستل د کفارو ځانګړى شعار وي هلته يې اغوستل ناروا دي، او په هغه کې لمونځ کول مکروه دي ([4]).

د لمانځه پر مهال د مور له سينو څخه د شيدو رودل

پوښتنه : يوه ښځه لمونځ کوي، کله چې هغه التحيات ته کيناسته نو د هغې زوى راغى او د هغې له سينې (تيونو) څخه يې شيدې وڅښلې، ښځې هيڅ عمل کثير يا حرکت نه دى کړى او د کوچني له منع کولو پرته يې لمونځ پوره کړ، آيا په داسې صورت کې د هغې لمونځ صحي دى او که نه؟.

ځواب : د لمانځه په وخت کې کوچني ته دومره موقع ورکول چې هغه د شيدو تر ځايه ورسيژي او باقاعده شيدې وڅښي دا د ښځې عمل کثير بلل کيژي، لهذا که چيرته په رښتيا همداسې صورت مخته راشي نو لمونځ فاسديژي او راګرځول يې ضروري دي ([5]).

([1]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٦٣، بحواله : حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، فصل في المکروهات، ص : ٣٥٨، وکذا في البحر الرائق، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٤٦٧.

([2]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٢٤، بحواله : کبيري، ص : ٣٣٧، مکروهات صلوة.

([3]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٠٣، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٣٨١.

([4]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٦٥، بحواله : نفع المفتي والسائل، الثياب التي تکره الصلاة فيها، وما يتعلق به، من مجموعة الرسائل اللکنوي، ج : ٤، ص : ١١٤.

([5]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٠٢، بحواله : الدرالمختار، ج : ١، ص : ٦٢٨، التاتار خانية، ج : ١، ص : ٤٢٨، النهر الفائق، ج : ١، ص : ٢٧٣.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ