دلمونځ مسایل (۴۳مه برخه) – که په لمانځه کې له سر څخه خولۍ (ټوپۍ) وغورځي څه کول پکار دي؟

171

که په لمانځه کې له سر څخه خولۍ (ټوپۍ) وغورځي څه کول پکار دي

پوښتنه : د لمانځه نيت وتړل شو او له هغه وروسته د قيام (ولاړې) په حالت کې له سر څخه خولۍ (ټوپۍ) په څه ډول وغورځيده نو څه حکم دى؟ هغه راپورته کولى او په سر کولاى شي او که نه؟.

ځواب : په لمانځه کې د وقيام (ولاړې) يا رکوع په حالت د غورځيدلې خولۍ را پورته کول او په سر کول روا نه دي، عمل کثير شمارل کيژي، د کوم له امله چې لمونځ ماتيژي، البته د سجده په حالت کې د سر وړاندې غورځيدلې خولۍ په عمل قليل سره يعنې چې په يوه لاس يې راواخلي او په سر يې کړي نو اجازت شته، بلکې بهتر دي، په دې سره په لمانځه کې خرابوالى نه راځي ([1]).

په ناپاک ځاى باندې د جامه غوړولو په حال کې لمونځ کول

پوښتنه : که په ناپاک ځاى باندې پاکه جامه وغوړول شي او لمونځ پرې کوي نو لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : لمونځ کيژي، خو په دې شرط چې جامه به دومره غټه (پيړه) وي چې د هغې نه د لاندې نجاست (پليتي) به نه تر سترګو کيژي (نه به ليدل کيژي) ([2]).

په تياره کې لمونځ کول

پوښتنه : په تياره کې لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د قبلې رخ صحي وو نو په تياره کې لمونځ کول منع نه دي ([3]).

په شيشه کې د بندو متيازو په جيب کې ساتلو سره لمونځ نه کيژي

پوښتنه : که چيرته يو کس د ټيسټ لپاره متيازې وړي او په لار کې د لمانځه وخت شي، دا چې متيازې د شيشې په بوتل کې بندې دي نو هغه په جيب کې ژدي او لمونځ کوي، پوښتنه دا ده چې په داسې صورت کې لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : نجاست چې تر څو پورې په خپل ځاى کې وي نو د لمانځه او بل څه لپاره مانع نه وي، له خپل اصلي ځاى نه له راوتلو وروسته هغه که په شيشه يا بل څه کې بندې کړى شي نو دلمانځه لپاره مانع کيژي، د متيازو اصلي ځاى مثانه ده، په مثانه کې د وجود په وخت کې د لمانځه مانع نه دي، په مذکوره صورت کې چونکه شيشه د متيازو اصلي ځاى نه دى له همدې امله د داسې کس لمونځ نه کيژي او د داسې لمانځه راګرځول ضروري دي ([4]).

د سنتو له اداء کولو وروسته دنيوي خبرې

پوښتنه : د سهار او ماسپښين د سنت مؤکده له اداء کولو وروسته په دنيوي خبرو کې مشغوليدل سنت باطلوي که ثواب؟.

ځواب : د ځينې فقهاؤ په نزد د فرض او سنت مؤکده په مينځ کې په دنيوي خبرو سره سنت باطليژي، مګر قوي دا ده چې سنت نه باطليژي، البته ثواب کميژي ([5]).

سجدې ته د تلو په وخت کې د جامې راټولول

پوښتنه : يو شمير خلک داسې عادت لري چې په لمانځه کې سجدې ته د تلو په وخت کې پاجامه راټولوي، داسې کول مکروه تحريمي دي او که مکروه تنزيهي؟.

ځواب : داسې کول مکروه تحريمي دي ([6]).

([1]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٢٦، بحواله : درمختار مع شامي، ج : ١، ص : ٦٠٠، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها.

([2]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٠٤، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٣٧٤.

([3]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٨٤، بحواله : صحيح البخاري، باب التطوع خلف المرءة، ج : ١، ص : ٧٣، وکذا في الدرالمختار، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٤٣٣، وکذا في البحر الرائق، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٥٠٠.

([4]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٠٦، بحواله : الشامية، ج : ١، ص : ٤٠٣، البحر، ج : ١، ص : ٢٦٧، الهندية، ج : ١، ص : ٦٢.

([5]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٣٦، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٦٣٦، باب الوتر والنوافل.

([6]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٠٧، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٩٨.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ