تازه مطالب
کور / تبصرې / دولت دوستم او که دوستم دولت ته اړ دى؟
dostam-ashraf-ghani

دولت دوستم او که دوستم دولت ته اړ دى؟

تبصره

له کومې ورځې  چې د دوستم او د هغه د سيمه ييز سيال احمد ايشچي  فيزيکي موضوع پيښه شوې ده،  د ارګ او عطامحمد نور، په مسکوکې د پاکستان،چين اوروسیې ترمنځ د افغانستان په اړه غونډه، له طالبانوسره  يوځل بيا د ايران د ملاتړ اوازه،او د لویې څارنوالۍ لخوا د دوستم د نيولو او يا له لومړۍ مرستيالۍ له ګوښه کولو راپورونه ترلاسه کيږي؛ دوستم بالاخره د ېته اړشو چې خپله ارګ ته راشي او د اشرف غني سره له ګيلو ډک زړه تش کړي.

يوشمير رسنيوراپور ورکړى وايي، د جنبش ګوند چې مشري یې دوستم کوي د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره د خپلو اړیکو د بېرته ښه کېدو غوښتونکی دی او په دې اړه دوستم د خپل ګوند ديوشمير غړو سره مشورې کړي دي، چې په دې حساس وخت کې بايد د ارګ او دوستم اړيکي ترينګلي پاتې نه شي .

دوه اونۍ دمخه لویې څارنوالۍ اعلاميه خپره کړې وه، چې دوستم ته یې د يوه مکتوب په وسيله  دځان سپارلو غوښتنه او خبردارى ورکړى و؛ خو دوستم هغه مکتوب ونه مانه او خپله یې د خپل ګوند دغړو د مشورو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ سره دليدنې هلې ځلې پيل کړې .

د مخه د جنبش ګوند لخوا ويل شوي وو، چې که ولسمشر د لومړي مرستيال غوښتنې ونه مني دا به هيڅ وخت ور سره ونه ګوري، د اساسي قانون تعدیل، د لویې جرګې دائرېدا، له ریاستي په صدارتي نظام بدلېدا او د واک عادلانه وېش د ولسمشر د لومړي مرستیال اصلي او مهمې غوښتنې دي.

داچې دوستم د ايشچي د موضوع د فشار له امله او که پټ په پټه دارګ سره  د خبرو له  لارې د اشرف غني سره خبروته حاضريږي، نه ده څرګنده؛ خو داسې برييښي چې د عطامحمد نور سره د واک ويش هم دوستم ديته اړکړى وي، چې اشرف غني سره وګوري ځکه اشرف غني  لکه څرنګه چې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دوستم ته اړ و اوس هم ورته اړدی او دوستم که خپل ضد ته دوام ورکړي، د عطامحمد نور سره د واک ويشل به دوستم که له واکه ونه غورځوي،  کمواکه خوبه يي کړي.

ځنې سرچينې بيا وايي، چې دوستم  له خپلو عوښتنو تېر دی او اوس په خپله له ولسمشره غواړي چې له ده سره وویني او جمعيت ته د عطامحمد نور په مشرۍ د واک په ويشلو کې ورسره مشورې وکړي. که څه هم دجمعيت غړي عطامحمد نور د جمعيت نماينده نه بلې او نه ورته د نماينده په حيث قانع دي وايي، دا د نور خپله شخصي او سياسي ګټه ده چې دجمعيت په نامه ېې له ارګه پورته کوي؛ خو بياهم دوستم ارګ او ارګ دوستم ته اړ دی چې يوله بله سره په داډول نازک وخت کې وګوري.

  دابه وروسته څرګنده شي چې ارګ دوستم او که دوستم ارګ ته زيات اړ دي؛ خو په مسکوغونډه کې د طالبانو سره د ملاتړ، له پنجشيره داعش ته د وسلو رسول او د طالبانو لخوا هلمند ته د لويو لارو د بندولو راپورونو اشرف غني ديته اړکړى چې دوستم سره وګوري.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*