تازه مطالب
کور / ادبي برخه / دکلي مازديگر شعري ټولگه چاپ شوه!
کلي مازديګر

دکلي مازديگر شعري ټولگه چاپ شوه!

ليک : س ، سيرت

« پرکتاب تبصره »

دځوان شاعر نورالله عرفان دکلي مازديگر شعري ټولگه په ښکلې پښتۍ او منځنۍ کچه کاغذ چاپ شوه .

ددې ٨٠ مخيزې شعري ټولگې کمپوز خپله ليکوال کړى تصحيح (سمونه) يې پياوړي ليکوال او شاعر مفتي محمد الياس فاتح او ډيزاين (سنيگار) يې ښاغلي مجبور ترسره کړيدى .

دا نوې له چاپه راوتلې شعري ټولگه ١٠٠٠ ټوکه چاپ شويده لومړۍ ليکنه پرې د ( امن ترجمان شاعر) تر سرخط لاندې نامور ليکوال او شاعر اباسين يوسفزي کړې او ورپسې د ( نورالله عرفان شعري جوړښت او ارزښت ) په نامه پرې دساپي پښتو څېړنو مرکز مشر س ، سيرت ليکل کړيدي .

که څه هم په ښکاره توګه دپاڼو په شمير دا شعري ټولگه وړه ښکاري خو د چاپي سکڼښت او رغښت له امله پرې دلوستوالو په لوست سترگې خوږيږي .

دکتاب چاپونې داصولو له مخې په دې ټولگه کې لومړى حمد پاک بيا نعمت شريف او وروسته له هغې ليکوال خپله له درد او سوزه ډکه شاعري دخپل دريدلي اولس او په ځانګړې توگه ځوان نسل ته دذهني ويښتيا لپاره دچاپ په ګاڼه ښايسته کړيده.

 زه دکلي مازديګر شعري ټولګې دشاعر سره پوره اشنا نه يم خو دشاعرۍ څخه يې دهېواد پالنې ، ټبر پالنې او ټولپنالنې انځورگري جوتيږي دا ثابته وي چې دنوي ذهني روڼ بولتون په ازموينځي کې يې په هوډمن اند سره دځوان نسل لپاره بنسټيزه فکري ليږنده خپله موخه گرځولى ده په خپله پښتنه عنعنه يې ځان دټولنې لپاره غوره انځوروال څرګند کړيدى لوستوالو ته دعرفان صاحب دشعري ټولگې دلوست بلنه ورکوم .

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*