تازه مطالب
کور / سرمقاله / دګوندي اړيکو ټينګښت اودناامنيو ډيرښت به دحکومت عمر را لنډ کړي
ګډ حکومت مشران-standard

دګوندي اړيکو ټينګښت اودناامنيو ډيرښت به دحکومت عمر را لنډ کړي

سرلیکنه

په يوشمير ولاياتوکې وکيلان،واليان،رئيسان او نور ولايتي چارواکي دعامو وګړو سره هيڅ اړيکې نه ساتي او نه د هغوى ستونزو ته رسيدګي کوي، بلکې د ولسي وګړوستونزو اورېدوته وخت هم نه ورکوي، چې له همدې امله د ولسي وګړو او ولايتي چارواکوترمنځ فاصله ورځ په ورځ زياتيږي.

ترنورو ولاياتوپه شمال کې دا ستونزه زياته ده، چې تازه د جمعيت دګوند د غړو ترمنځ د اړيکو ټينګښت زورموندلى دى، د بلخ ولايت چارواکي او هم د جمعيت غړي د ولسي وګړو ستونزو ته هيڅ توجه نه کوي. په ياد ولايت کې مدني فعالانو وکيلان او ولايتي چارواکي په دې تورن کړي، چې په شخصي اړيکو ټينګولو د ولس ټول قانوني حقوق ترپښولاندې کوي او په تېره بيا هغه کسان قانون ترپښولاندې کوي چاچې د قانون په جوړولو کې د هغوى په وينا مرسته کړې وي.

د بلې خوا په ولسي جرګه کې سم نيمايي وکيلان غونډوته نه حاضريږي آن په اونيو اونيو د ولاياتو ولسي وګړوته هم د ليدني وخت نه ورکوي، ځکه وکيلان دامهال په خپلو سودا ګريزوکارونو او ګوندي غونډو بوخت دي.

که حکومت دامنيتي ستونزو په کنترول کې پاتې راغلى دايوه ستونزه ده چې حل ېې دحکومت له توانه ناشونى دى، خو د وکيلانو شخصي بوختيا او ګوندي غونډو د هغوی اړيکې له ولس سره ترينګلې کړي دي.

٢٠١٦م کال په افغانستان کۍ مرګونى کال و چې تر هر هيواده په افغانستان کې دژورنالستانو ژوند ترمرګوني ګواښ لاندې تيرشو او ترهر هېواده زيات ژورنالستان په افغانستان کې ووژل شول، چې همدا او ديته ورته ستونزې به د حکومت عمر ډير ژر رالنډ کړي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*