تازه مطالب
کور / مطبوعات / عربي مطبوعات / د اسلامی دولت تنظیم (داعش) وکولای شول چې د موصل او بغداد تر مینځ مهمه استراتیژیکه لاره پرې کړي
iraq

د اسلامی دولت تنظیم (داعش) وکولای شول چې د موصل او بغداد تر مینځ مهمه استراتیژیکه لاره پرې کړي

د الجزیرة نه په مننې

ژباړه: عزیر اسدخیل

د اسلامي دولت تنظیم (داعش) ځواکونو وکولای شول چې د موصل او بغداد تر مینځ مهمه استراتیژیکه لاره چې د بغداد شمال ته د صلاح الدین په ولایت کې موقعیت لرې هغه مهال پرې کړې چې پر دغه ولایت یې بیرته خپله ولکه ټینګه کړه او یو ځل بیا یې د دوو ورځو راهیسې د شمال ختیځ دیالي سیمه تر خپل برید لاندې راوستې چې په نتیجه کې یې په لسګونو خلک د پلازمینې ختیځ کې مړه او ټپیان شوي دي، دا جګړې په داسې وخت کې په موصل کې روانې شوې چې عراقي ځواکونو یو څه پرمختګ کړی و.

د صلاح الدین په ولایت کې پوځي سرچینو ویلي دي چې د عراقی پوځ او قومي ملیشو (شیعه ګانو) له سرتیرو نه هغه مهال لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول چې د اسلامي تنظیم دولت یا داعش ورباندې نن سهار د الشرقاط ښار جنوب ته د عراقي ځواکونو پر مورچو باندې پراخ برید پیل کړ.

سرچینې زیاتوي چې داعش وروسته له هغې پر دغې سیمې خپله ولکه ټینګه کړه چې د عراقي ځواکونو یو زیات شمیر پوځیان یې وځپل چې ځینې یې ووژل شول او ځینې نور یې ټپیان شول.

سرچینې زیاتوي چې تر اوسه هم د دواړو لوریو تر مینځ د سپکو وسلو او هاوان ډزې روانې دي، عراقی ځواکونه هڅه کوي چې دغه سیمه چې ورڅخه په شاتګ ته مجبور شوي دي بیرته ونیسی دغه سیمه چې د بغداد او موصل تر مینځ غزیدلې لاره باندې پرته ده خورا مهمه پوځي استراتیژیکه سیمه ګڼل کیږي په دې معنی چې موصل ته ټول نظامي اکمالات له همدغې لارې صورت نیسي.

د داعش اړوند د وکالة  أعماق خبري آژانس ویلي دي چې د داعش تنظیم وسله والو د صلاح الدین په ولایت کې د بیجی سیمی شمال ته د الدبس سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده. په دې سره یې موصل ته د عراقي ځواکونو ته د مرستو د رسیدو لاره پرې کړې ده.

اژانس زیاته کړې ده چې د داعش تنظیم وسله والو د بیجی شمال ته پر عراقی ځواکونو برید د یوه موټر بم په واسطه پیل کړ، چې په نتیجه کې یې یو شمیر پوځي موټر او وسلې او مهمات نیولي دي.

د بغداد شمال ختیځ ته د الدیالي په ولایت کې د الجزیرة سرچینو ویلي دي چې د شیعه ګانو نه یې اته کسان د تالاشۍ پر پاټک د برید پر مهال وژلي دي.

داعش تیره یکشنبه د المقدادیة په ښار کې د ابو صیدا ناحیې پر يوه کلي باندې (چې د بغداد شمال ختیڅ ته په ۱۰۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري) د برید په پایله کې یو شمیر سرتیري وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي او پر سیمه یې خپله ولکه ټینګه کړې ده.

د تیرې یکشنبې په ورځ د القادسیه په ناحیه کې د بغداد جنوب ته د الانبار، او النجف پر ولایتونو د اسلامي دولت تنظیم (داعش) له لورې پراخه بریدونه پیل شوي دي.

په بغداد کې عراقي امنیتي او روغتیایی ارګانونه وایی چې نن د دوشنبې په ورځ ۳۹ سرتیري وژل شوي او ۵۸ نور هغه مهال ټپیان شوي چي د پلازمیني ختیځ ته د الصدر په ښار کې د داعش له لورې یوه موټر بم چاودنه وشوه. چې د رویټرز آژانس د وینا په اساس یې مسؤلیت داعش هم په غاړه اخیستی دی.

د عراقي امنیتي سرچینو د راپور په اساس په عراقي پلازمینی وروسته له هغې تازه برید تر سره کیږي چې د داعش له لوري یو ورته برید هم د پلازمیني په مینځ کې د تیرې شنبې په ورځ ترسره شوی و چې ۲۷ مړه او ۵۳ ټپیان یې پر ځای پریښي وو.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*