تازه مطالب
کور / خبرونه / د افغانستان جګړه ګټونکې نه ده او موږ پخوا لا دا جګړه بايللې ده
%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%be%d8%a7%d9%88%d9%84-%db%b2

د افغانستان جګړه ګټونکې نه ده او موږ پخوا لا دا جګړه بايللې ده

 

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۵مرغومی۲۱) عزیر اسدخیل

له تکساس ايالته د امريکا د کانګرس پخوانی غړی، ران پاول وايي، امريکا په افغانستان کې ناکامه ده او د افغانستان جګړه د امريکا لپاره د ګټلو نه ده.

ران پاول دا څرګندونې په هغه ليکنه کې کړي چې د ران پاول د سولي انسټيټيوټ لخوا خپره شوې ده. نوموړي د خپلې ليکنې په سرليک پوښتي چي، (په افغانستان کي به د اوباما ښه جګړه به وګټل شي؟

ليکنه پر دې پيل شوې چي اوباما په دې وروستيو کي ۳۰۰ امريکايي پوځيان هلمند ته د جګړې لپاره استولي دي.

هغه ليکي، په تېرو ۳ کلونو کې لومړی وار دئ چي افغانستان ته د امريکا دومره پوځيان استول کېږي، خو هغه ليکي چي دا د افغانستان په اړه د اوباما د ناکامي پالېسۍ وروستۍ ناکامي ده.

ران پاول پوښتي چي، د افغانستان په ۱۵ کلنه بايلل شوې جګړه کې بیا څه اړتيا وه چې ۳۰۰ پوځيان هلمند ته استول کېږي؟

پاول ليکي، واشنګټن دغه بايلل نه شي منلای.

هغه زياتوي، طالبانو په تېر کال کي د هلمند 85 برخه ونيوله، خو په راتلونکي کال کي به يې 100 برخه نيسي او زموږ ډېر پوځيان به پکښي وژل کېږي.

د کانګرس دغه پخوانی غړی په دې نظر دئ چي د افغانستان جګړه ګټونکې نه ده او موږ پخوا لا دا جګړه بايللې ده.

نوموړی همدارنګه وايي، يو لک امريکايي پوځيانو دغه جګړه ونه شوای ګټلای، نو ۳۰۰ پوځيان به يې څنګه وګټي؟

پاول وايي، نه پوهيږي چي ټرمپ به له افغانستانه د امريکا پوځيان وباسي او که به د ګټلو په تمه لا جګړه زوروره کړي، خو زياتوي چي که يې جګړه زوروره کړه، بايد پوه شي چي ډېر خلک به ووژل شي او ډېرې پيسې به ولګول شي، خو د افغانستان جګړه به ونه ګټي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*