تازه مطالب
کور / خبرونه / د افغانستان کرکټ۱۹ کلنې لوبډلې د سينګاپور لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه
کرکت-610x330

د افغانستان کرکټ۱۹ کلنې لوبډلې د سينګاپور لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام۱۳۹۵ لیندۍ ۲۸) الماس خدرخیل

په سریلانکا کې د ۱۹کلنو لوبډلو په لړ کې افغان ۱۹کلنې لوبډلې د سینګاپور ۱۹ کلنې لوبډلې ته تارخي ماتې ورکړه.

دلوبې پچه د سینګارپور لوبډلې وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه، د سینګاپور لوبډلې ونه شو کولی ۵۰ ټول اوورنه ولوبوي.

د سینګاپور ۱۹ کلنې لوبډلې  په ۱۸ اورونو او دوه توپونو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې ۷۴ منډې یې جوړې کړې.

ورپسې افغان ۱۹کلنې لوبډلې وکولی شول چې یاد هدف د یوه لوبغاړي په سوځيدو سره په پنځم اوور کې پوره کړي.

په افغان لوبډله کې دروېش رسولي په ۱۵ توپونو د دوو شپږيزو او نهو څلوريزو په مټ ۵۳ منډې وكړې او د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو

د اسیا کپ په دې سیالیو کې افغان لوبډلې ۳ لوبې ترسره کړي ، چې یوه لوبه یې بنګله دیش ته بایللې او له پاکستان او سینګار پور څخه یې لوبې وګټلې.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*