تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه علمي جوهر
%d8%a7%d9%85%d8%a7%d9%85-%d8%a7%d8%a8%d9%88-%d8%ad%d9%86%db%8c%d9%81%d9%87-%d8%b1%d8%ad%d9%85%d9%87-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-png%d9%87%d9%87%d9%87

د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه علمي جوهر

ماخذ : فقهي لطايف
ژباړه : همايون عيسی خېل
هغه يوه ورځ د څه كار لپاره د بازار په لور روان و په لاره كښې ورسره امام شعبي رحمة الله علیه مخ شو ، د هغه مخ او څېرې ته يې چي وكتل نو امام شعبي رح ګومان وکړ چې د كومې مدرسې طالب دی ، نو هغه یې خپلې خواته راوبله او ورته يي وويل : اې ځوانه چرته روان يې ؟
ځوان : زه د يو تاجر خواته ورځم .
بیا امام شعبي رح وويل :
زما مطلب دا دی……… له چا څخه درس وايې ؟
دې خبرې په اورېدو سره وشرمېد او ويې ويل :
له هیچا څخه سبق نه وايم .
نو امام شعبي رحمه الله وويل :
ته د علماو به مجلس كښې كېښنه چي په تاكښې ما ته د لیاقت جوهر ښكاري .
دغه ځوان امام ابوحنيفه رحمة الله عليه و … هغه وايي
چې د امام شعبي رحمه الله دغې خبرې زما په زړه كې ځای ونيو بازار مي برېښود او د علم سره مې سر او كار شو

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*