تازه مطالب
کور / مطبوعات / غربي مطبوعات / د امریکایي ظالمو سرتیرو نه الله تعالی دخپلو مظلومو بندګانو انتقام داسې اخلي !!
%d8%a7%d9%86%d8%aa%d9%82%d8%a7%d9%85

د امریکایي ظالمو سرتیرو نه الله تعالی دخپلو مظلومو بندګانو انتقام داسې اخلي !!

ژباړه: عزیر اسدخیل

د امریکایی سرتیرو په مینځ کې د ځان وژنو د پیښو زیاتیدل

د امریکا په متحده ایالاتو کې د پخوانیو جنګیالیو د امورو ادارې د خپلو څیړنو په راپور کې چې همدا اوس یې خپور کړی دی ویلي دي چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې شل امریکایی سرتیري ځان وژنه کوي.

په دې معنی چی هغه سرتیري چې له جګړو روغ راوتلي دي، اوس خپل ځانونه پخپله وژني، نو هره میاشت ۶۰۰ او هر کال ۷۲۰۰ او په هرو لسو کلونو کې نږدی ۷۲ زره سرتیري خپل ځانونه پخپله وژني.

دا هغه سرتیري دی چی په افغانستان او عراق کی یی امریکایی خونړۍ  جګړې پر مخ بیولي دي، او د جګړو په ترڅ کې د داسې جنګي جنایاتو مرتکب شوي دي چی انساني ضمیر یې بوګنولی دی.

دوی اوس په یوه انساني ناورین کی ژوند کوي او د خدای تعالی د لعنت تر سیوري لاندې مرګ ته شپې سبا کوي، نو له ځان وژنې پرته بله لار نه لري.

البته دا د الله تعالی غوښتنه ده چی غواړی دوی ته په دنیا کی هم شرم ورپه برخه کړی او په آخرت کی یې ورته تلپاتې عذاب تیار کړی.

               او دا د غچ اخیستونکی او جبار خدای د عدالت غوښتنه ده.

              په دې ډول الله تعالی دخپلو مظلومو بندګانو انتقام د امریکایي ظالمو سرتیرو نه اخلي !!

               الله تعالی ظالمانو ته مهلت ورکوي خو ددوی د ظلم نه، نه غافلیږي د مظلومانو انتقام اخلي

( سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم )

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*